نظــر

امریکا نړیوال حقوقي نظام سره ځان نږدې کوي!

دوکتور محمد عثمان تره کی

د سزا نړیوال دیوان ( س، ن ، د ) د ۲۰۱۷ کال په نومبر میاشت کې له خپلو قاضیانو وغوښتل چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو اړوندو ادعاوو د ارزونې رسماً پيلولو لپاره لازم مجوز صادر کړي.

هغه مهال د یاد دیوان څارنواله او ارزوونکې فاتو بنسودا ویلي وو، لومړنیو ارزونو په ډاګه کړې چې په افغانستان کې د جنګي او بشریت ضد جرمونو په باره کې د تحقیقاتو لپاره لازم شرایط او معیارونه شته.

دغه خبره چه ( س، ن ، د ) په افغانستان کې د امریکا، کابل اداره او د طالبانو د جنګي جنایاتو د څیړنې په مقصد په کار پیلوي، د نړۍ په ميډیا کې له هرکلي سره مخ شو.

خبره حیرانوونکې وه، ځکه چې دیوان په هغو قضایاو چې په کې زبرځواکونه یو اړخ جوړوي محتاط او محافظه کار دریځ درلوده، خو په افغانستان کې د ۲۰۰۳ تر ۲۰۱۴ کلونو په موده کې د امریکا پوځ او سي، ايي ، ای د جنایاتو ټکان ورکوونکې کچه،  دیوان دې ته اړ کړ چې په غیر طبعي او غیر تشریفاتي غبرګون لاس پورې کړي.

د عدالت غوښتونکو هیله مندي زیات دوام ونکړل، کله چې د ډونلډ‌ ټرمپ حکومت د ۲۰۱۸ کال سپټمبر میاشت کې وویل، که د جرمونو نړیواله محکمه وغواړي په افغانستان کې د جنګي جرمونو تورونه وڅېړي، د دغې محکمې ارزوونکو ته به امریکا ته د ننوتلو اجازه ور نه کړي، په دې هېواد کې به یې مالي سرچینې بندې او ارزوونکي به یې د امریکا تر څار لاندې راشي.

په امریکا کې د نوي حکومت په راتګ سره د دیوان په وړاندې ظاهراً مثبت چلند راښکاره شو. وړمه ورځ ښاغلی بلېنکن د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، امریکا غواړي له دې محکمې سره نژدې همکاري ولري او مخکني  بندیزونه چې یوه تیروتنه او بې ګټې و لرې کړي.

مالومه نده چې دغه دریځ نړیوال حقوقي نظام خوأ ته به صادقانه حرکت وي یا اصلاً تبلیغاتي موخې تعقیبوي: امریکا چې د نړۍ د حقوقي نظام په مخالفت سابقه لري.

( امریکا د لاندې تړونونو سره مخالفت ښودلې: د پرسونل ضد ماین تړون ( ۱۹۹۷م )، د سبکې وسلې د تجارت تړون ( ۲۰۱۳ م )، د سزا نړیوال دیوان تړون (  ۱۹۹۸)، د کمیاوي وسلې د استعمال ممنوعیت تړون ( ۱۹۷۲ )، د هوا ککړتیا کانوانسیون ( ۱۹۹۲) ) د متحدینو په منځ کې په سرزوري او بې پروايي پېژندل شوې. بناَ د ( س، ن ، د ) په وړاندې نرمش ممکن  د متحدینو سره د نږدیوالې په مقصد تکتیکي بڼه ولري. خو موږ دیته انتظار باسو چې په عمل کې څه پیښیږي.

امریکا د دیوان غړیتوب نلري، افغانستان په ۲۰۰۳ کال د دیوان غړی شو. پخپله خاوره کې په جنګي جنایتونو د تورنو کسانو په اړه د ( س، ن ، د )  د څیړنې صلاحیت د تابعیت د قید نه پرته ومنل.

د دیوان څېړنې به له هغې نېټې را وروسته موده کې پر جرمونو راټولې وي چې افغانستان د جرمونو د نړیوالې محکمې غړیتوب تر لاسه کړي.

دیوان په څلورو حالاتو کې دوسیه تر لاس لاندې نیولي شي:

– کله چې یو غړی هېواد پخپله خوښه د جنګي جرمونو یا بشرضد جنایتونو اړوند پېښو څېړل محکمې ته وسپاري.

– کله چې یو هېواد د دیوان غړی نه وي،  په یوه مشخصه پېښه کې د دیوان صلاحیت په رسمیت وپېژني او د جنګي جرمونو یا بشرضد جنایتونو قضیه ورته وسپاري.

– پخپله دیوان هم کار په لاس کېدای شي، په تېره بیا کله چې حقیقي افراد یا نا دولتي بنسټونه شکایتونه وروسپاري.

– کله چې امنیت شورا یوه پېښه دیوان ته راجع کړي ( د سودان دارفور کې عمر البشیر دوسیه ).

بناً ( س، ن ، د ) په افغانستان کې د جرمونو د څیړنې په مقصد کومې حقوقي ستونزې سره مخ ندي. ستونزه سیاسي اړخ درلوده چې اوسمهال لرې شوې مالومیږي.

افغانستان د عدالت نړیوال محکمه او سزا نړیوال دیوان د پاره د اتکل نیمې پیړي په اوږدو کې د جنګي جنایتونو او بشري ضد جرمونو د څیړنې  په مقصد یو ښه لابراتوار ګنلي شو. خو پدې شرط چه عدالت د سیاست قرباني نشي. «  پاي »

 

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx