روغتیا

روغتون کې د اور لګېدنې سربېره ډاکټرانو د یوه ناروغ د زړه عملیات بشپړ کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ وری، ۱۴۰۰ل): د روسیې په یوه ستر روغتون کې ډاکټرانو د یوه ناروغ د زړه پرانیستي جراحي عملیات په داسې حال کې په بریالیتوب ترسره کړي چې په روغتون کې سخت اور لګېدلی و او د وژونکو ډلو یې د کنترولولو هڅې کولې.

د راپورونو له مخې د زړه عملیات د روغتون په لومړي پوړ کې داسې مهال ترسره شوي چې د عملیات خونې ته د اور راننوتونکی لوګی د پکیو په وسیله ایستل کېده.

د زړه عملیات په بریالي توګه سر ته رسېدلي او له عملیاتو وروسته ناروغ له روغتون څخه ایستل شوی دی.

په دغه عملیاتو کې چې تر دوه ساعتونو یې دوام درلود او په روغتون کې له اور لګېدنې څو شیبې وړاندې پېل شوی و، د ډاکټرانو او نرسانو اته کسیزې ډلې برخه درلوده.

ددغې عملیاتو مشر جراح والینټاین فیلاتوف وایي، روغتیایي ډلې یې باید دا شخص ژغورلی وای او چې څه یې وس کې وو هغه یې وکړل».

ویل کیږي چې دغه روغتون د روسیې لرې ختیځ کې د بلاګوویشچینسک ښار کې موقعیت لري، او په سیمه کې یوازینی روغتون دی چې د زړه ناروغیو یوه متخصص ټیم په کې کار کوي.

Fire at Blagoveshchensk hospital, 2 Apr 21

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x