افغانستان

تورخم کې له مسافرو سره د «ناوړه» چلند په تور یو بل پولیس نیول شوی/ ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ وری، ۱۴۰۰ل): د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله وايي، د پولیسو هغه افسر یې نیولی، چې په تورخم کې یې له مسافرو د ناوړه چلند ویډیو رسنیزه شوې وه.

نن د دوشنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوه، په کومه چې د سرحدي پولیسو یو افسر د مسافرو په «وهلو ټکولو» او هغوی ته د «کنځلو» په حال کې لیدل کیږي.

ددې ویډیو له خپرولو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د پولیسو د نامسلکي توب او «بد اخلاقۍ» پرضد پراخ غبرګونونه راوپارېدل، د کومې له امله چې کورنیو چارو وزارت په پېښه کې د ککړ پولیسو نیولو ته مجبور شو.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر حیات الله حیات په خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي، چې نیول شوی پولیس زبیر نومیږي، له نیولو وروسته یې قضیه تر څېړنې لاندې ده او د څېړنو له بشپړولو وروسته به قانوني چلند ورسره وشي.

نوموړي دغه راز منلې چې د پولیسو په لیکو کې به غیر مسلکي افراد او د هغوی لخوا خلکو سره د ناوړه چلند او ناغیړۍ په اړه شکایتونه وي؛ خو په خبره یې دا کار باید د امنیتي ځواکونو او نظام پر وړاندې د «دښمن» تبلیغاتي سرچینه ونه ګرځي.

نوموړي که څه هم د «دښمن» تعریف نه دی کړی؛ خو د ټولنیزو رسنیو فعالانو ته په غیر مستقیمه توګه ویلي، چې باید دداسې د رسنیز کولو پرځای دوی سره خپل نظریات شریک کړي ترڅو په دې برخه کې اصلاحات راولي.

له بل پلوه د ټولنیزو رسنیو فعالان بیا په تورخم کې د مسافرو سره د ناوړه چلند کوونکي پولیس افسر نوم «پرهر لیونی» یادوي او د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات د پېښې د اصلي «مجرم» پولیس افسر د هویت په تغییر باندې تورنوي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر په داسې مهال د ټولنیزو رسنیو د فعالانو په کړنو نیوکه کوي، چې تردې وړاندې یادو فعالانو دغه راز لسګونه پېښې په مستنده توګه یاد وزارت او د سمع شکایاتو کمیسیون ته سپارلي؛ خو تراوسه نه دي څېړل شوي او په ځینو مواردو کې د شکایت کوونکي هویت هم افشا شوی او له ستونزو سره مخ شوي دي.

دا په تیرو دوه اونیو کې دویم ځل دی چې د تورخم سرحدي پولیسو لخوا مسافرو سره د ناوړه چلند ویډیو رسنیزه کیږي.

کابو دوه اونۍ وړاندې د ټولنیزو رسنیو فعالانو یوه ویډیو نشر کړه، په کومې چې لیدل کېدل د تورخم کمیسارۍ یو پولیس عسکر یوه ناروغه میرمن چې په پښو تللی هم نه شي او پرځای ناسته ده په لښتو باندې وهي، کوم کار چې د فعالانو لخوا سخت وغندل شو او له امله یې د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخیل او کورنیو چارو وزارت هم غبرګون ښودلو ته مجبوره شول

که څه هم د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخیل دا ویډیو پخوانۍ وبلله او ګواکې دده له واکمنۍ څخه مخکې یعنې د دفاع وزارت د پخواني مرستیال او دامهال قطر کې د افغانستان سفیر شاه محمود میاخیل په وخت کې شوې ده؛ خو د کورنیو چارو وزارت د ویډیو له خپرېدو څو ورځې وروسته ددغه پولیس د نیولو خبر ورکړی ؤ.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین هغه مهال داسې ویلي: «په تورخم کې د پولیسو لخوا د یوې میرمنې د وهل کېدو ویډیو وڅېړل شوه او د وهاب په نوم هغه پولیس چې دا کار یې ترسره کړی ؤ، د نورو مجازاتو ترڅنګ له نظام نه ویستل شوی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پلازمینې کابل، کندهار، هرات او ګڼو ولایاتو څخه د پولیسو له لوري خلکو او په ځانګړې توګه مسافرو او موټر چلوونکو سره د ناوړه چلند شکایتونه په زیاتېدو دي.

درې اونۍ وړاندې هم د زابل ولایت مرکز کلات اړوند «نورک» سیمه کې پولیسو د بار وړونکو موټرو یو چلوونکی له دې امله په ډزو ووژلو چې هغوی ته یې د غیر قانوني پیسو له ورکولو څخه انکار کړی ؤ، ددې ترڅنګ د تیرې پنجشنبې په ورځ(۱۳ وری، ۱۴۰۰ل) د نورک کلي پولیسو د حکیم الله په نوم یو کروندګر په داسې مهال په ډزو «شهید» کړ چې خپلې کروندې څخه کور ته روان ؤ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

hahaha

He is really LIWANAI.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx