افغانستان

هلمند: طالبانو په جګړه کې یوولس عسکر ژوندي‌ نیولي/ويډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ وری، ۱۴۰۰ل): د هلمند ولایت‌ په نهر سراج ولسوالۍ کې د دولتي‌ عسکرو پر قرارګاه د طالبانو برید کې دیارلس تنه عسکر وژل شوي‌ او یوولس نور یې طالبانو د بندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.

د طالبانو ویاند «قاري یوسف احمدي» د نیول شویو عسکرو د یوه ویډیويي‌ کلیپ‌ په خپرولو سره ویلي، چې د هلمند ولایت د نهر سراج ولسوالۍ اړوند وزیرو مانده سیمه کې د عسکرو هغه قرارګاه په برید کې له منځه یووړل شوه، چې دده په خبره، د ولسي‌ خلکو د «ازار او اذیت» سبب وه.

د مجاهد له قوله، په دې جګړه کې دیارلس تنه عسکر وژل شوي، یوولس نور ژوندي نیول شوي او یو ټانګ او ۳۵ میله سپکې او درنې وسلې د‌ طالبانو لاس ته لوېدلي‌ دي.

د هلمند ځايي‌ چارواکو که څه هم د پېښې په تړاو رسما څه نه دي ویلي؛ خو اریانا نیوز تلویزون ته یو شمېر امنیتي‌ سرچینو پېښه تایید کړې او د طالبانو په برید کې یې د شلو دولتي‌ عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړی.

سرچینو ویلي، د وزیرو مانده سیمه کې د عسکرو د قرارګاه ساتنه د ۳۵ تنو عسکرو په غاړه وه، چې د طالبانو د برید له امله شل تنه وژل شوي، څوارلس یې طالبانو ژوندي نیولي‌ او یو بل په تېښته بریالی شوی.

دغه برید یوه ورځ وروسته له هغه دي، چې طالبانو ګواښ وکړ، که د دولتي عسکرو او بهرنیو ځواکونو ګډ عملیات پای ته ونه رسول شي، په وړاندې به یې اقدام وکړي.

د طالبانو مشرتابه نظامي‌ کمېسیون ته امر کړی وو، چې که پر ولس او طالب جنګیالیو د بهرنیو ځواکونو او دولتي عسکرو ګډ عملیات ونه درول شي، په وړاندې یې دې اقدام وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

ALHAMDO LILLAH

TORRI WAHA BARAI BA MOMI
TORRI WAHA BARAI BA MOMI
KA BARAI NA WE TALIB TAL JANAT TA ZEENAH

,mujahid

ادم خان صاحب سلامونه او نیکی هیلی !
زه چه ستاسی په انګلیسی کامینټونه لولم فوق العاده کامنیتونه او ښه نظریات لری مګر دا خبره چه ولی د پشتو ژبی کی بوورد نه لری هغه هم په یوویشتمه پیړی کی د منلو وړ نه ده . ( Pashto.com ) ووهه په زرونو لینکونه درته خلاصیږی چه یو پکی ډون لوډ کړی او په پشتو ښکلی ژبی ښکلی نظریات په اسانه ولیکی او د زړه بړاس راتوی کړی دا زما وړاندیز وو خدای وکړه نه یی خوابدی شوی مننه

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx