نړۍ

شمالي وزيرستان: د بې پيلوټه الوتکې بريد کې ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسيا(چهار شنبه، چنګاښ ۲۵مه، ۱۳۹۳): شمالي وزيرستان کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکې په راکټي بريد کې شل کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
راپورونه وايي، چې امريکايي بې پيلوټه دته خېل سيمه کې پر يو کور او موټر څلور توغندي و ورول، چې له امله يې شل کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
له پېښې وروسته څارګرې الوتکې سيمه کې ټيټ پروازونه کوي او خلکو کې سخته وېره او ترهه خپره ده.

د وژل شويو او ټپيانو هويت تر اوسه نه دی څرګند شوی، خو ځايي خلک وايي، چې د پېښې ټول قربانيان ولسي وګړي دي.

د پاکستاني پوځ لخوا شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو له پيلېدو وروسته د يوې مياشت په ترڅ کې د دارېيم توغنديز بريد دی، چې امريکايي څارګره الوتکه يې کوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x