نظــر

افغان وطن او د مومن ځوان مسولیت

شفيع اعظم اورياخېل

هر چا ته چې وسله او زور په لاس ورغلی هغوی د ځان پړسونې او ملت شکولو ته کار ویلی.
دا کلتور په حکومت کې عام وو ځکه د ماموریت او پولیس کېدو بدل کی یې شنه ډالر ورکول.
خو اوس د ځینو خلکو د شکایتونو په اساس ښکاري چې ځینو مواردو کې د رشوت او ځايی خلکو شکولو سپک فرهنګ د طالبانو صفوفو کې هم ورو ورو لارې کوي.

دا موضوع مخکې له دې چې ډېره پراخه شي سر له همدا اوسه یې عادي پېښه هم ډېره جدي او فتنه په نطفه کې خنثی شي.
تېره ورځ د طالبانو لوی مفتي په واضح ډول و ویل چې قاضیان دې رشوت پرځای خاورې وخوري. دا یوه احتمالي اعتراضیه جمله نه بلکې د خلکو شکایتونه او صبر زغم پای ته رسدلې شکوه ده چې مشرانو ته رسېدلې.

یواځې دا جمله کافي نده.
ملت دا نولس کاله د نظام په چتر کې یو څو رشوت خورو وشپېلوه. اوس نو افغان ملت د قانون، عدالت او امن هیلې طا لب پورې غوټه کړې.

که خدای مکړه طا لب هم مفسد کېږي نو بیا معنی دا کېږي چې رب دا ټول ملت د زمکې له سره حذف کولو فېصله کړې.

ځکه موږ بیا هغه رټل شوی قام یو چې خدای راته هر پاک او ناپاک په لعنتوي.

د صفوفو اصلاح باید لومړیتوب شي. هر هغه مفسد چې د طا لب په جامه کې د قاضي یا بل وسله وال په نوم رشوت او حق ته پر باطل ارجحیت ورکوي تثبیت او سر یې باید په بد عبرتناک شکل قلم شي. دا د طا لب ملګری نه د ټولو هغو زرګونه سپېڅلو شهیدانو پر ارواحو لاړې توکل دي چې هغوی ځانونه اسلام او عدالت لپاره قربان کړل.

طالب ته چې تر دا ننه د ناټو، امریکا او حکومت درې سوه زره په ټانګ، توپ او الوتکو سمبال پوځ  باندې بریا ورکول کېده علت یې اخلاص، اسلام، عدالت او د ملت زړه ساتل وو.

په دومره لوی قوت د کمیت او کیفیت په لحاظ د یوې کوچنۍ ډلې بریا عقلي حقیقت نه د عصر بربنډه معجزه ده.

که د طالب صف ته اخلاص پرځای فساد او مفسد لاره کوي نو هماغه لحظه الهي نصرت متوقف او د اسلام په نوم زرګونه نزرانه شوې قربانۍ ضایع کېدونکي دي.

د افغان ملت نیمه پېړۍ قربانۍ او  ارزښتونو ساتلو په پار د اعتراض او اصلاح غږونه مخکې له دې چې سبا ناوخته شي؛ همدا اوس پورته کول غواړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد اکرم خان

اوریا خیل ورورہ ہرہ خبرہ دى ملغلرہ/غمئ دا،
پہ خولہ دى برکت،
پہ قلم کى دى طاقت،
خو عمل د لارى مل ، تسى خبرى ب معنا دى،
کہ خیرنى جامے یا خیرن لوشى لہ مینزلو باد ہم خیرنى/خیرن پاتہ سى ، بیا نو مینزل ب معنا سول۔

الحاج استاذ بیانزی

شفیع اعظم صاحب ، سلامونه او نیکی هیلی! ستاسی خبره به سمه وی میکروب له ناولی چاپیریال په پاک چاپیریال کی هم د نفوذ کولو هڅی لری دا چه مخه یی نیول شوی نو پاکو ځایو کی نشی کولی نفوذ وکړی. لمړی ځل دی اورم چه طلب قاضیان به هم خدای ناځواسته هم رشوت ترلاسه کړی یعنی باطل دی حق او حق دی باطل کړی وی. که شوی هم وی شاید هغه به هم ډیر کم وی او د هغه کم مخنیوی د پاره ثاقب صاحب ورپسی کونټی راایستلی او په سر سر یی وهی احتمالا چه هغه کس ته… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x