ټولنیزه برخه

د يو چا په اړه قضاوت کول

عبدالرحمن وقار

ځینې وخت داسې ډېر پېښېږي، چې یو څوک د چا او یا څه په اړه پوښتنه درنه کوي او یا د یوې موضوع په اړه درنه خپل نظر او آند غواړي.
لاندې دوه خبرې چې تاسو په ژوند کې د یو پوه، اعتماد او باور لرونکي شخص په توګه معارفي کوي.

لومړی: هېڅکله هم د معلوماتو او پوهېدلو پرته د یو څه او یا چا په اړه ژر قصاوت مه کوﺉ.که تاسو د هرې موضوع په اړه پرته له کروالي او په نا خبرۍ کې یو چا ته د اړوندې موضوع په اړه معلومات ورکوئ او په پایله کې که ستاسو آندونه او معلومات غلط ثابت شول، نو تاسو په ټولنه کې د یو بې باوره او دروغجن انسان په توګه پېژندل کېږي او هم د خلکو زړه درنه بديږي،
چې بیا وروسته هېڅوک د مشورو او ستونزو د حل لپاره له تاسو څخه معلومات او مشورې نه غواړي.

دوهم: هېڅکله هم د خپل مقام د لوړوالي لپاره ژر تر ژره قضاوت او پرېکړې مه کوﺉ، شاید هر هغه څه چې موږ یې په اړه نظرونه او آندونه شریکوو، هغسې نه وي، څنګه چې موږ فکر او قضاوت کوو.

جکسون براون وایي، د هغې موضوع په اړه قضاوت مه کوه، چې سم پرې پوهېدلی نه یې.
هر کله چې تاسو پر یوه موضوع قضاوت او فیصله کوﺉ، همدا قضاوت او فیصله که د قناعت او منلو په بنسټ ولاړ وو، تاسو په ټولنه کې، د یو منلي او پوه شخص په توګه یادېږئ.

ښه پرېکړه، ښه قضاوت، مو پر ژوند او شخصیت خورا ښه مثبت اغېز لري او هم مو په ژوند کې د پرمختګ او بریا سبب ګرځي.

په جامعه کې د ښه او لوړ نوم درلودل د هر چا هیله ده، چې لپاره یې باید زحمت او زیار وویستل شي.
او په راتلونکې کې باید د ژوند ډېرو لویو او کوچنیو اړخونو ته پام وکړو، چې د ښه شخصیت په وده کې خورا بریالۍ مرسته کوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x