شعـــــرونه

لکه زه/ تپاند زهاد

تپاند زهاد

په زړګي مې راوريږې لکه زه
زما ترسترګو سترګو کيږې لکه زه

مجاهده عجيبه راباندې ګران يې
د زړه کور کې مې اوسېږې لکه زه

ستا بلا واخلمه وا د سنګر ګله
ته هر دم راته یادیږې لکه زه

راسره لکه سایه مې يې جانانه
ته له ماسره غږېږې لکه زه

لکه اوښکه مېلمنه چې وي د سترګو
وګرېوان ته مې راوليږي لکه زه

رب دې وساته له هر رنګه مشکله
ته په هر مؤمن يادېږې لکه زه

زه تپاند زهاد دې تل لرم په زړه کې
تل په ځان کې رالورېږې لکه زه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x