افغانستانسولې اړوند خبرونه

پخلاینې عالي شورا: د سولې دېرش طرحې رارسېدلي دي، چې په یو کولو یې کار روان دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ وری، ۱۴۰۰ل): د پخلاینې عالي‌ شورا وایي، د سولې دېرش طرحې چې د ترکیې په راتلونکې ناسته کې یې د وړاندې کولو وړاندیز شوی، ورته رسېدلي او د یو کولو کار یې روان دی.

د پخلاینې عالي شورا ویاند «فریدون خوځون» وايي، د پخلاینې عالي شورا اړوند د طرحو د توحید کولو کمېټې د یونس قانوني تر مشرۍ لاندې د سولې لپاره د وړاندې شویو طرحو په ارزولو او یو کولو کار روان کړی دی او په راتلونکې کې به هم په دې تړاو ناستې روانې وي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې دغه کمېټه پنځلس تنه غړي لري چې د پخلاینې عالي شورا رییس، د ملي‌ امنیت شورا سلاکار او د بهرنیو چارو وزیر یې هم برخه دي.

د پخلاینې عالي شورا که څه هم نه دي ویلي، چې تر کتنې لاندې طرحو کې د اشرف غني چمتو شوې طرحه هم شتون لري که نه، خو ویل کېږي نوموړي د سولې لپاره په درې پړاوونو کې پلې کېدونکې طرحه چمتو کړې، چې د اوربند، ټاکنو او د نوي نظام د جوړښت په اړه پکې یو شمېر وړاندیزونه شوي.

د ترکیې ناسته چې ښايي د روانې میلادي‌ میاشتې په نیمایي کې په استانبول کې د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې راوبلل شي، د طالبانو او حکومت د استازو تر څنګ د سیمې د یو شمېر هیوادونو استازي هم ښایي برخه پکې ولري.

یادې ناستې ته لا له وړاندې بېلابېلو جهتونو طرحې چمتو کړې دي، چې د شنونکو په باور ښایی د طرحو تعدد یو شمېر ستونزې هم وزیږوي.

تر دې وړاندې ولسي جرګې هم د ترکیې په ناسته کې د خپلې طرحې له وړاندې کولو خبر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

عبدالواحد اڅګزۍ چه دقرآنکریم ټول احکام یی پیاددی هم سیاسی پوره علم لری په دی قسم خپله طرحه وړاندی کوی چه افغانستان داسی یوملک دۍ چه ۹۹٪خلک یی مسلمانان دقرآنکریم پیروان دی او ۱٪خلک یی کفار(کمونسټان دهریان +هندوان ،سیکان،مذب ذبه چه پوره یقین پرالله اوپرورځی دقیامت نلری)دی:- داسلام حکومت اوددیموکراسی فرق وَالَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِرَبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَیْنَهُمْ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ یُنفِقُونَ سوره الشورا آیات ۳۸ ترچمه:-اوکم خلک چه حکم منی دخپل رب اوقایموی لمونځ اوددوی کاروی مشوره کول پخپل منځ کی اوله هغه څه نه چه ورکړی دی موږخرڅ کوی(یعنی ذکات اوخیرات ورکوی) له پورته آیات څخه داسلامی حکومت ډانچه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx