ټولنیزه برخه

زرپارې«دوه ويشتمه برخه»

ليکوال: مفتي محمد تقي عثماني

ژباړه: احمد ګل ریان

د واثق دربار کې هغه زولانه عالم، چې د تاريخ رُخ يې بدل کړ. د عباسي خلافت د زمانې ډيره حصه د «خلقِ قرآن» د فتنې په ټکرونو او اختلافونو تېره شوې ده. د دې زمانې په عقليت باور لرونکې مذهبي ډلې، چې د معتزله په نوم مشهوره وه، په حکومت کې د پام وړ منصبونه لرل.

د معتزله فرقې په اسلامي نړۍ کې دا نظريه عامه کړه چې «قرآن مخلوق» دی. دا چې د دې نظريې تر شا حکومتي زور او قوت و؛ ځکه هغه علماء شکنجه کېدل چې د دې نظريې مخالف وو. په ځانګړي ډول معتصم بالله او واثق بالله په دې نظريه ټينګ او د معتزله ملاتړي وو او په اهل حق علماؤو يې ظلمونه کول.

هغه مهال د دوی په دربار کې د معتزله فرقې مشر حامي احمد بن ابی داؤد و، چې له هرې ممکنې لارې يې د خليفه په توسط خپلو مخالفينو ته سزا ورکوله. د امام احمد بن حنبل رحمه الله په څېر لوی عالم هم له دې امله په دورو ووهل شو چې د دې حکومتي نظريې ملاتړی نه و.

الله تعالی د دې لويې فتنې اور د يو سپين ږيري عالم په توسط مړ کړ، هغه عالم چې په خپل حکمت او ځيرکي، عزم او استقامت، د ايمان او يقين په قوت يې د واثق په دربار کې انقلاب راووست.

دا کيسه د واثق بالله په خلافت کې پېښه شوې وه او له ده وروسته يې زوی (خلفه مهتدی بالله) په خپل دور کې شيخ صالح بن هاشمی ته کړې وه.

صالح بن هاشمي وايي چې يوه ورځ د مهتدی دربار ته لاړم، مهتدی د هغو خلکو فرياد اوريد، چې ظلم پرې شوی و. ما پخپله وليدل چې هر کس او نا کس په اسانۍ او له کوم خنډ پرته مهتدی ته ځان رسولی شي. څوک چې پخپله نشي ورتلای، د هغوی خطونه خليفه ته راځي او خليفه د دې ټولو خلکو شکايتونه په ډېر ښه انداز اوري او رفع کوي.

دا حالت مې ډېر زيات خوښ شو. کله به چې خليفه له چا سره خبرې کولې او يا به يې ليک لوست، ما به د سترګو له کونجونو ورته کتل او چې کله به يې زما لور ته وکتل، ما به لاندې وکتل.
خليفه زما دا کيفيت وليد او ويې ويل: صالح! فکر کوم داسې خبره دې زړه کې شته چې غواړې ما ته يې ووايې. ما هم مثبت ځواب ورکړ او کله چې خليفه له خپلو کارونو فارغ شو او د لمانځه لپاره په جای نماز کېناست، راته ويې ويل: ستا د زړه خبره ته خپله راته وايې او که يې زه درته ووايم؟

ورته کړه مې: تاسې يې راته وواياست.

خليفه وويل: فکر کوم زما مجلس مو خوښ شو.

ورته ومې ويل: زمونږ خليفه څه ښه خليفه دی! په دې شرط چې د خپل پلار (واثق بالله) په څېر د «خلقِ قرآن» د نظريې قائل نه وي.

مهتدای د دې خبرې په اورېدو وويل: تر يو وخت د دې نظريې ملاتړی وم، مګر بيا مې نظر بدل شو. دا يې وويل او د واثق بالله د زمانې دغه لاندې کيسه يې راته وکړه.
***

(مهتدای د دې خبرې په اورېدو وويل: تر يو وخت د دې نظريې ملاتړی وم، مګر بيا مې نظر بدل شو. دا يې وويل او د واثق بالله د زمانې دغه لاندې کيسه يې راته وکړه.)

احمد بن ابی داؤد د معتزله لوی عالم او خليفه واثق ته نژدې سړی او ملګری يې و. يو وخت يې د شام سرحد ته نژدې په «اذنه» سيمه کې د اهل سنت يو لوی عالم په دې جرم ونيو چې د «خلقِ قرآن» نظريې قائل نه و.

شامي عالم په ځنځيرونو تړلی د واثق دربار ته راوستل شو. دنګه ونه، ښايسته سپين ويښتان، په مخ کې يې له ورايه وقار، غرور، رعب او جلال معلوميدل. په بې پروايي يې سلام وکړ او لنډه دعا يې وکړه. ما (مهتدی بالله) ليدل چې د واثق سترګې په عالم ولګېدلې، ورور ورو له شرم او حيا ټيټېدلې.

واثق وويل: شيخ! د ابو عبدالله احمد بن ابی داؤد پوښتنو ته ځواب ووايه.
شامي عالم وويل: اميرالمؤمنين! احمد بن ابی داؤد د مناظرې په مهال ډير کمزوری او حقير وي.
ما (مهتدی بالله) وليدل چې د واثق په څېره د غوسې نښې ښکاره شوې او ويې ويل: څه دې وويل؟ ابو عبدالله به ستا سره په مناظره کې ضعيف او حقير وي؟

شامي عالم وويل: اميرالمؤمنين! لږ له سړو دماغو کار واخلئ، که اجازه وي، ستاسې په مخ کې له احمد بن ابی داؤد سره خبرې وکړم؟
واثق ورته کړه: هو، زما له خوا اجازه ده.

شيخ احمد ته په توجه وپوښتل: احمد! دا راته ووايه چې تاسې کومې عقيدې ته خلک دعوتوئ؟
احمد ځواب ورکړ: دې عقېدې ته چې قرآن مخلوق دی.

– دا عقيده د دين داسې برخه ده، چې له دې پرته دين مکمل نه دی؟
– هو.
– نبي عليه السلام د دې عقيدې دعوت کړی دی او که نه؟
– نه.
– ښه، نبي عليه السلام په دې مسئله پوهېده او که نه؟
– هو، پوهېده.
– بيا نو ته د داسې عقيدې دعوت ولې کوې چې نبي عليه السلام پخپله خلکو ته دا دعوت نه دی ورکړی؟
احمد د دې پوښتنې ځواب نه درلود. شامي شيخ واثق ته مخ کړ او ورته ويې ويل: اميرالمؤمنين! دا يوه خبره شوه.

له دې وروسته بيا احمد ته متوجه شو او ورته ويې ويل: احمد! يوه بله خبره هم راته ووايه. الله تعالی په خپل مبارک کتاب کې فرمايي: الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ (سورة المائده ۳) (نن مې ستاسې لپاره ستاسې دين مکمل کړ)، خو تاسې واياست چې دين تر هغو مکمل نه دی، تر څو چې انسان د «خلقِ قرآن» قائل نه شي، اوس ستاسې ومنو او که د الله تعالی ومنو؟

احمد د دې پوښتنې ځواب هم ورنکړای شو او شامي شيخ بيا واثق ته کړل چې: اميرالمؤمنين! دا دوهمه خبره شوه.
شيخ بيا احمد ته مخ کړ او ويې ويل: احمد! الله تعالی فرمايي چې: يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ (سورة المائده ۶۷) (اې رسوله! هغه څه ورسوه چې پر تا د خپل رب له لوري نازل شوي دي، او که ته (دا کار) ونکړې؛ نو تا د هغه (الله تعالی) پيغام نه دی رسولی)، اوس پوښتنه دا ده، چې ستاسې دا عقيده چې خلک ورته دعوتوئ، نبي عليه السلام خپل امت ته رسولې ده او که نه؟
احمد يو ځل بيا بې ځوابه شو او شيخ درېيم ځل واثق ته مخ کړ او ويې ويل: اميرالمؤمنين! دا درېيمه خبره شوه.
***

(احمد يو ځل بيا بې ځوابه شو او شيخ درېيم ځل واثق ته مخ کړ او ويې ويل: اميرالمؤمنين! دا درېيمه خبره شوه.)
لږ وخت وروسته شامي شيخ بيا احمد مخاطب کړ: احمد! دا راته ووايه، چې نبي عليه السلام په دې پوهيده چې «قرآن مخلوق» دی، خو په دې هکله يې خلکو ته څه نه دي ويلي. آيا تا ته د دې مسئلې له پامه غورځول روا و او که نه؟

– هو، روا و.
– همدا رنګه ابوبکر، عمر، عثمان او علي رضی الله عنهم ته هم جائز و؟
– هو، جائز و.
شيخ بيا واثق ته مخ کړ او ورته ويې ويل:
– اميرالمؤمنين! چې نبي عليه السلام ته د دې مسئلې ويل حتمي نه و او د هغه صلی الله عليه وسلم صحابه رضوان الله عليهم اجمعين هم د دې مسئلې په بيانولو مکلف نه و. که موږ د دې مسئلې د نه بيانولو ګنجايش نه لرو؛ نو مطلب دا چې الله تعالی پر موږ هيڅ فراخي او وسعت نه دی لورولی.

واثق چې دا واورېدل، ويې ويل: يقيناً سمه خبره کوئ. که نبي عليه السلام او صحابه کرام په يوه مسئله کې وسعت او رخصت لري او موږ يې نه لرو؛ نو الله تعالی دې هيڅ وسعت راباندې ونکړي.
دا يې وويل او امر يې وکړ چې د شامي عالم ځنځيرونه دې خلاص شي.

کله چې خادمانو ځنځيرونه خلاص کړل او غوښتل يې ځان سره يې يوسي. شامي عالم ځنځيرونه ونيول، خادمان يې د ځان لور ته کش کړل، تر څو له هغوی ځنځيرونه يوسي.

واثق وپوښتل: شيخ! څه خبره ده، ولي ځنځير نه پرېږدې؟

شيخ ځواب ورکړ: نيت مې دی دا ځنځيرونه ځان سره وساتم او وصيت وکړم چې له مرګه وروسته په قبر کې زما له کفن سره کېښودل شي. له مرګ وروسته به الله تعالی ته وايم چې اې زما خدايه! له خپل بنده پوښتنه وکړه چې ولې يې زه په ناحقه په دې ځنځيرونو تړلی او زما کورنۍ يې خپه کړې وه؟

واثق د دې خبرې په اورېدو وژړل، د شامي شيخ سترګې هم نمناکې شوې او د مجلس ټولو ګډونوالو اوښکې توی کړې.

واثق په غريو نيولي غږ وويل: شيخ! معاف مې کړه.
شيخ ځواب ورکړ: هغه وخت مې بښنه درته کړې، چې له خپل کور څخه راوتلم؛ ځکه چې په زړه کې مې د دواړو جهانونو د سردار صلی الله عليه وسلم قدر او احترام دی او ته له نبي عليه السلام سره خپلوي لرې.

د واثق په مخ کې د خوښې نښې ښکاره شوې او ويې ويل: ته له ما سره پاتې شه، تر څو اُنس او محبت درڅخه زده کړم.

– ډير سپين ږيری شوی يم او ډير کارونه لرم، زما لپاره هلته سرحد ته نژدې اوسېدل ډير ښه دي.

– هر څه ته چې ضرورت لرې، ويې غواړه.

– اميرالمؤمنين! اجازه راکړئ، هغه ځای ته لاړ شم چې دې ظالم (احمد بن ابی داؤد) ترې راوستلی يم.

واثق شامي شيخ ته اجازه ورکړه او جايزه يې هم ورکړه، خو شيخ يې له قبلولو انکار وکړ.

مهتدی بالله چې دا کيسه راته وکړه، ويې ويل: له هغې راهيسې مې د «خلقِ قرآن» له نظريې رجوع کړې ده او فکر کوم واثق بالله هم ترې رجوع کړې وه. (الشاطبی رحمه الله: الاعتصام ج: ۱ ص: ۳۲۴ تر ۳۲۷، مطبعة المنار، مصر ۱۳۳۲ هـ ق د مروّج الذهب للمسعودی په حواله)

نوربيا ان‌ شاء الله….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x