شعـــــرونه

افغانستان یم/ مستغفر ګربز

مستغفر ګربز

افغانستان يـم پـه جهاد باندې ودان هیواد يم
زه لـه ازلـه د تـاریــخ د ســر عـنـوان هیواد یم

مـا د انګریـز او د چانګیز ککرۍ خـاورې کـړلې
وخت ته ثابته ده چِ څومره قهرمان هیواد یم

سپڅلی زړه مـې د ایـمـان پـه رسـۍ کلک تړلی
د غرب له پوچې مفکورې نه په امان هیواد یم

مـا د عـمـر او د مـنـصـور پـه څير سړي روزلي
د حقاني او احمدشاه او اکـبـر خان هیواد یم

له شرق او غرب او له شمال او له جنوبه څخه
په ایـمـاني غرور سمبال يم مسلمان هیواد یم

پـردی رواج پـه خپل وجـود بـانـدې منلی نشم
د مـیـړانـیـو پـر مسیـر بـانـدې روان هيواد یم

مـا د وجود پـه ویـنـو سـاتـي مستغفـر ګـربـزه
داسې تورزن لرم له ځانه ورته ګران هیواد یم

مستغفر ګربز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x