نړۍ

ډيلي مېل: عراق کې امريکايي پوځي سلاکاران له تروره ويريږي

نن ټکی اسيا( چهار شنبه، چنګاښ ۲۵مه، ۱۳۹۳): له لندنه خپرېدونکې “ډيلي مېل” ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې ليکلي، هغه امريکايي پوځي سلاکاران، چې عراق ته د مالکي پوځ د مرستې لپاره لېږل شوي، تل په وېره کې وي، چې د اسلامي دولت د ځواکونو لخوا به ترور شي.

د امريکا ولسمشر باراک اوباما څو ورځې وړاندې له کانګريس او مشرانو جرګې غوښتي و، چې عراق ته د نورو پوځي سلاکارانو او څارګرو الوتکو لېږل ومني.

د ډيلي مېل له قوله عراق کې اوس ۷۵۰ امريکايي پوځي سلاکاران موجود دي، چې ځينې يې د عراقي پوځ په روزنه بوخت دي او ځينې نور يې بيا د امريکايي اتباعو د ژوند د خونديتوب مسؤوليت پر غاړه لري.

امريکايي عسکر بغداد کې د ګډو عملياتو په مرکزونو کې له ټولې سيمې په معلوماتو راټولو او د جګړه ييزو حالاتو په ارزولو بوخت دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x