افغانستانسولې اړوند خبرونه

سپينه ماڼۍ: بایډن د افغانستان په اړه په سلا مشورو بوخت دی، پرېکړه وخت نیسي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ وری، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق په اساس له افغانستانه د امریکایي‌ او ناټو عسکرو د بشپړې انخلاء موده را نږدې شوې؛ سپينه ماڼۍ وایي، د امریکا ولسمشر «جوبایډن» د همدې موضوع په تړاو له خپلو متحدینو او امنیتي چارواکو سره سلا مشورې کوي‌.

د سپینې ماڼۍ ویاندې «جن ساکي» په یوه خبري ناسته کې ددې پوښتنې په جواب کې چې ایا د مۍ په لومړۍ نېټه به ټول عسکرله افغانستانه ووځي، وویل چې له لوژستیکي او تخنیکي‌ پلوه به په یاده شوې نېټه د ټولو عسکرو ایستل ستونزمن وي؛ خو ددې په خبره، بایډن لا هم د همدې موضوع په تړاو له خپلو متحدینو او د امریکا له امنیتي چارواکو سره په سلا مشورو بوخت دی.

دې وړاندې زیاته کړې، چې د افغانستان په اړه قاطع پریکړه کول به څه موده په بر کې ونیسي.

د امریکايي عسکرو د ایستلو په تړاو د سپیني‌ ماڼۍ پورتنی موقف داسې مهال دی، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي‌ توافق په اساس ټول بهرني عسکر باید د اپریل د میاشتې تر پای ته رسېدو پورې له افغانستانه ووځي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر هم ویلي و، چې دی له افغانستانه د ټولو امریکایي پوځیانو ایستلو ته ژمن دی؛ خو د می تر لومړۍ نېټې پورې دا کار ستونزمن بریښي.

ورته مهال طالبان بیا په ټاکل شوې نېټه د ټولو عسکرو پر ایستلو ټینګار لري‌ او ګواښ کوي، که بهرني‌ عسکر له افغانستانه ونه وځي،‌ په وړاندې به یې یو ځل بیا تونده جګړه پيل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

چې له لوژستیکي او تخنیکي‌ پلوه به په یاده شوې نېټه د ټولو عسکرو ایستل ستونزمن وي؛ خو ددې په خبره، بایډن لا هم د همدې موضوع په تړاو له خپلو متحدینو او د امریکا له امنیتي چارواکو سره په سلا مشورو بوخت دی.

HAHA Talib Jan BALLA DE WAKHLAM, wake up and forget about shawarmas in Qatar why not eat JAWAR AW SHROMBI at home

What about last 14 months, I believe you did not have enough time to leave me alone and take my breath.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x