افغانستان

د ارګ دننه کیسې: اشرف غني وزیران ښکنځي او ګواښونه ورته کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ وری، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني»‌ چې له تېرو اووه کلونو راپدېخوا د حکومت مشري‌ په غاړه لري، وزیران یې له ناوړه چلند شکایت لري‌ او نوموړی تورنوي چې ځيني وخت د کابینې غړو ته ښکنځل کوي‌ او ان یو وخت یې کوم جنرال ته ګواښ کړی و، چې پرتوګ به یې وباسي.

د بي بي‌ سي فارسي‌ څانګې خبریال په کابل کې له ګڼ شمېر پخوانیو او اوسنیو وزیرانو او د کابینې له غړو سره لیدلي‌ او له هغوی یې پوښتلي‌ چې د دندې په مهال د اشرف غني چلند ورسره څه ډول وو.

یوه پخواني وزیر ورته ویلي، چې اشرف غني‌ له وزیرانو سره دوه ګونی چلند کاوه، او تر طرحې زیات د طرحې وروړونکی ورته مهم وو ، د عبدالله د برخې کوم وزیر که به هر څومره ښه طرحه راوړه، خو ده به ورباندې توند انتقاد کاوه او د اجراء پر ځای یې رد ته لومړیتوب ورکاوه؛ ځکه نه یې غوښتل چې کومه لاسته راوړنه د عبدالله د ټیم غړي‌ ته منسوبه شي.

د کابینې یوه بل غړي‌ ویلی، چې غني‌ یو وخت د امنیتي‌ ځواکونو پر یوه جنرال غوسه شو او هغه ته یې وویل، چې «که اوس درغلم پرتوګ دې کاږم.»

یو بل تن چې د ګډ حکومت په مهال یې له اشرف غني سره په کابینه کې کار کړی وایي، په لومړیو کې د غني‌ چلند بیخي‌ ښه و‌ او د هغو ورځو یاد لکه د واده د لومړیو شپو او ورځو «عسل میاشتې» یادونه چې کېږي، خوږ لګېږي؛ خو وروسته ورو، ورو دا چلند بدل شو او هر هغه وزیر چې د غني نه خوښېده دوسیه به یې ورته جوړوله.

د کابینې یوه بل غړي سرچینې ته ویلي، چې یو وخت اشرف غني پر یوه وزیر له دې امله غوسه شو، چې ولې یې خپل پلان نه دی راوړی؛ خو هغه وویل، چې اوونۍ وړاندې یې دده دفتر ته سپارلی، چې په غبرګون کې یې غني نور هم غوسه شوه او هغه ته یې وویل «تا غو… خوړل.»

د کابینې یو شمېر پخواني او اوسني‌ غړي وایي، اشرف غني‌ غوښتل له ده سره د یو عالم په حیث چلند وشي او په هره برخه کې چې دی معلومات وړاندې کوي، باید نور ټول ورته غاړه کږه کړي او دده په خبرو هیڅ نقد ونکړي.

ددوی په خبره، له غني‌ سره په ناستو کې هیڅ وزیر او معین حق نه درلود، چې نقد وکړي‌ او همدا ددې لامل شوي‌ و، چې اشرف غني‌ ځان په هر څه پوه او تر بل هر چا عالم وګڼي.

دوی زیاتوي، کله چې به د اشرف غني‌ په وړاندې داسې یوه مسئله چې دده له ذوق سره به برابره نه وه؛ مطرح شوه، نو دی به غوسه شو او که چا به جرأت وکړ او موضوع به یې له قانون سره سمه وبلله؛ نو غني به په غوسه کې چیغې کړې، چې زه د څه لپاره یم؟ یعني‌ مطلب یې دا و، چې زما هره خبره قانون دی.

یو ځل د سفر په مهال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي‌ استازولۍ «یوناما» د مشرې په حضور کې اشرف غني پر یوه معین غوسه شو او هغه ته یې وویل، چې سر له سبا ته معین نه یې، څو ورځې وروسته د هغه پر ځای بل څوک وګمارل شو.

ورته مهال د ارګ د فرهنګي سلاکار «شاه حسین مرتضوي»‌ او د غني ځیني نږدې کسان بیا د وزیرانو څرګندونې ردوي‌ او ادعاء لري چې ستونزه په وزیرانو کې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
PATTANG

لکه لېونی سپی خپلې لکۍ ته غاپي ! علاج به یې مرګ وي ، دوا یې نشته !!

مجاهد

بس نو دا يي لا متفكر دي 🤣

الحاج استاذ بیانزی

غ او غ دواړه غلامان یا ### دی## چه هر څومره مهربانه، فعاله او هوښیاره شی هر څه یی د ##د سیوری لاندی راځی. د ## ښه کړنی خو پریږده بدی کړنی یی هم د توچه وړ نه دی د## او غلامانو لویه ګڼاه هماغه د اولی ورځی ځان خرڅول دی له هغه وروسته غلامی او ## ګیری د هغه مسلک او هنر دی هغوی د شرم او ملامتیا احساس نه کوی د ## په شان د ##د پاره حقوق غواړی عام ولس ملامتوی چه تاسی د ## سره د نورو عوامو په شان په درنه سترګه ولی نه ګوری.… نور لوستل »

طوطی

بیانزی ته: دا څه دی لیکلی. کله چی ستاسو له تبصری څخه ## او ## لری شی بیانو ستاسو تبصری د لوستلو نوی. ځان ته الحاج هم وایی مسلمان خو لا پریږده.

Khan

که هر سنگه ده ستاسو جاهلو نه زر واری شه ده دا خو به پرتوگ پر وباسی تاسو خو پرتوگ پریژده ### بی ادبی معاف له###

طوطی

د #آخوند درک نه لګیږی نه چی چیری یی کفته کړی نوی.

غوربندی

طوطی خانه دا مښوکه به دې یوه ورځ په خاورو خامخا مښل کیژي،،، پر تا جاهل مرکب باندې غول خور چرګ ډېر شرف لري. ته ناولی د هدایت وړ نه یې،، خدای مو کم کړه.

pattang

دا طوطي کم عقله خو داشغالګرو خوشې د مسالې او پلاستیک طوطي دی ، کله یې چې دالري بطرۍ بالټۍ خلاصې شوي نو دیوو زاړه پلاستیک په دود به په ډيران کې غورځول کیږي !

ګل احمد

دی هم سپک سړی دی، په واک کي یې شریک هم سپک سړی دی او د کابینې اکثره وزیران یې د ډبۍ د###پخواني کارمندان دي. چي د غني په کاینه کي شامل سو د افغانستان د ۳۷.۵ ملیونه ولس ښکنځل یې پېښګي په ځان پسي ومنل. داسي خلګ بیا د غني په سپکاوي ولي خوا بدوي؟Where is the common sense? Where is simple logic? A common sense is a sense that is not very common یارانو لږ لږ انګلیسي هم ښه ده چي بې سیواد شین په ټي ثانیه کي د ماسټریو او دکتراوو مستحق ګرځوي

Back to top button
9
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x