
نظامي کمیسون که بې تېکې توره!
ډاکټر احرار
الحمد لله موږ پخپل قیادت ویاړو تل یې د اسلام او خاورې د دفاع اړوند پریکنده پریکړې کړي چې له ورایه د بشپړ تفکر او درایت ښکارندویه وي، له شل کلنې جګړې وروسته چې زموږ ولس او طالب مشرانو نه هېرېدونکې قربانۍ ورکړي، په سیاسي ډګر کې یې هم کارنامې د یادولو وړ دي، د کفري نړۍ ټول اتهامات چې طالبان ترهګر دي، افراطیان دي، زورواکي دي، یوازې د جګړې په ژبه پوهیږي رد کړي او خپل سیاسي ځراکت یې وړاندې کړ، یو تاریخي تړون یې لاسلیک کړ، بیایې په تېر یو کال کې د تړون پوره ساتنه وکړه او د اسلام د حکم په اساس د کړې وعدې حفاظت یې وکړ، اشغالګر یې له مرګ، زخم او ډار نه وایستل او ولس ته یې امید ورکړ چې سولې ته رسیږو.
داچې اشغالګر دین او اصل نلري یاد تړون یې په څو مواردو کې نقض کړ او خپله زورواکي یې بیاهم وازمایله او اشغال پلوه رسنۍ یې ملاتړې وې، یوازې د طالب دفاعي عملیات یې یادول د ولس په ویر ورګډ نه و د اولس تلفات یې نه منعکس کول د صفر یک قطعات چې د بلیک واټر کرایه شوي ځواکونه دي؛ د خلګو په کورونو چاپې ولس وژنه او لوټ مار یې ګډ کړی و، د اسلامي امارت مشرتابه مجبورا نظامي کمیسون ته اجازه ورکړه تر څو هیرجن دښمن ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړي دا یو نیک او پروخت اقدام دی او دا د افغان ولس ترجماني ده.
درې یاداشتونه یا پیشنهادونه لرم چې یو یې د سیاسي چارو او بل دوه له نظامي چارو پورې اړه لري، نظامي کمیسون دې تندریز او ځنځیري عملیات پیل کړي، مثلاً په یوه وخت کې دې په متعددو ولایاتو او ولسوالیو کې عملیات پیل کړي؛ تر څو د دښمن او ګوډاګیانو څخه لاره ورکه شي، د دښمن ځواک دې په څو نقطو کې تقسیم کړي، که په کوم خاص ولایت یا ځای کې عملیات وي، دښمن یې د دفاع او رسد توان لري ولې که جګړه منتشره او شدیده شي دښمن په ډیرو ځایو کې مصروف شي د خپلو عسکرو اکمال او رسد ورڅخه پاتیږي نور یې عسکر مورال بایلي او طالبانو ته تسلیمیږي.
د طالبانو د روغتیایي چارو کمیسون دې د هیواد په داخل کې مستند جراحان راجلب کړي او د خپلو زخمیانو علاج ته دې زیات مراکز جوړ کړي تر څو یې ټيپانو ته په وخت رسيدګي وشي، تلف نشي او له يوې سيمې څخه بلې ته د وړلو اړتيا پېښ نشي، په دې سره به له يوې خوا د ټپيانو په وخت اداري شوي وي او له بلې خوا به طالبان د نورو له سياسي فشارونو څخه بچ وي.
په کابل، ننګرهار، کندهار او هرات کې ډاکټران شته دي چې د ناروغانو په تداوۍ او روغتيايي فعاليتونو کې پراخه او قوي مسلکي ونډه لري.
دریم زموږ ویاړلی سیاسي کمیسون او د قطر دفتر دې د مذاکراتو دروازې مؤقت وتړي او د فشار په توګه دې د استانبول غونډه تحریم کړي، په نه ګډون دې د نړیوالو او هم سرحده هیوادونو ډیموکراتیک اتحاد ور وشلوي او د بهرنیانو مکمل وتل، د ټولو بندیانو ازادیدل او د کابل ادارې مذاکراتي ټیم ته د پریکړو په صلاحیت ورکول دې مشروط کړي، که د کابل ادارې خپل مذاکراتي ټيم ته د پریکړو اختیارات ورکړي وای نن به د دوحې تړون له مخې بهرنیان وتل او یو بین الافغاني جوړښت به د غني متبادل جوړ وای.
افغانان د طالبانو ملګري دي او جدي اسلامي پریکړو ته په طمع دي، دښمن غواړي موږ مصروف کړي او د غني فاسد او مرګي حاله دولت ته د ګاونډیانو ملاتړ تر لاسه کړي.
د طالبانو شدید او ځنځیري عملیات او د مذاکراتو تحریم به دښمن بیرته خپلو کړیو ژمنو ته متوجې کړي او طالبان دې ټول جهادی مشران، مدني فعالان او سیاسیون له مختلفو لارو جلب کړي، اعتماد دې ورباندې وکړي، دوی دې هم متیقن کړي او د راتلونکي اسلامي امارت یا حکومت کې د اشتراک او ونډې وعده دې ورکړي، د بیان ازادي د یوې خپلواکې رسنۍ چې اسلام او افغاني فرهنګ ته درناوی ولري اطمینان دې ورکړي همداراز د ښځینو د کار او تعلیم مسئله هم باید د محمدي شریعت او زموږ درانه فرهنګ له مخې باید ولس ته ډاډ ورکړل شي او د هر راز موانعو خاتمه دې وشي تر څو د کابل اداره په خپله د کور دننه خنثا شي او د جمهوریت تابوت ناټویان له ځان سره یوسي.
د اشغال د خاتمې او سوکالۍ په هیله
ډاکټر احرار
ښاغلئ ډاکټر احرار! السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ټوله اسلامي او کفري نړۍ زمونږ له بې رحمۍ ، وحشت او د اسلام په نامه له ناوړه کړنو څخه ګوته په غاښ ده دواړو لورو ته مو داپیغام دی چې نوره جګړه بس کړی نور افغان وژنه بس کړی نور د خپلې خاورې ورانول بس کړی د خدای لپاره نور د افغانانو د وژلو د مشروعیت د دلیلونو د پیداکولو پرځای دې ته متوجه شی چې څرنګه کولی شو یوبل وزغمو څرنګه کولی شو له یوبل سره په ګډه دغه هېواد ته نجات ورکړو د استعمار په وړاندې له مبارزې سره… نور لوستل »
زاهد صاحب، خبري ښي کوي خو لکي یي کګي کوي. دغه عسکر، پولس او اربکيان، چه تاسي دمسلمان لقب ورکوي، ممکن په سلو کي لس عقيدتي مسلمانان وي او دانور ئي ګرده زناکار، لوطي او چرسيان دي. زه منم چه داکثرو پلرونه او نيکونه مسلمانان دي، مګر دغه عسکرجان دوي هيځ عقيده نلري او دهغوي عقيده يواځي دالر، عياشي او په ډيره نامردي دبيګناه انسانانو قتل دي. تاسي مقايسه وکړي، کله چه په جګړه کي عسکر ووژل شي، مړي یی په عزت دهغه کورني سپارل کيږي، زخمي يی تداوي کييږي او داسير سره يی انساني چلن کيږي! اما که مجاهد… نور لوستل »
کاروان صاحب زمونږ او تاسې د ټولو د زړه درد او هدف یو دی خو څوک یې په یو شکل بیانوي او څوک یې په بل شکل او د ټولو هدف د استعمار تلل او د خپلواکی لاسته راوړل دی که چېرته دېته وګورو چې فلانکی تبلیغات کوي نو دابه یوه نسبی مسئله وي کیدای شي ته چې څه وایې زما په آند تبلیغات وي او زه چې څه وایم هغه ستا په آند تبلیغات وي خو تر ټولو مهم ټکۍ دادی چې دغه روان حالت چې په کامله معنی مسلمان وژنه ده باید ودرول شي او لاملونه یې باید… نور لوستل »
د غني مذ دور، خائن غټ لښکر دی ….هم له خدایه اوله رسول څخه منکر دی
غربي او مذ وري کړي په دالرو ….نه.ایمان نشته نه غیرت ،دغنی د سرو لښکرو
د اسلام په نوم یاديږي ، کارکړي د ځناورو ….په توپونو تیارو عمل کړي دترهګرو
اشغالګر یې دي ملګري په حمله کې …. لوی واړه ښځې زاړه وژني په بانډه کې
ملا ګله ته په لارو دشیطان ځې ….. که سم نش، بې ایمانه له جهان ځې
مولوی ! نجیب الله زاهد صاحب درواغ د ایمان زوال دی نه به یې سره وایو په تېره بیا مکتوب درواغ! ستاسو دا خبره حقیقت نلري چې وایی ټول افغانان له افغانستان څخه د استعمار (اشغالګرو) وتل غواړي. که دا ومنی چې یوه ډله ذلیل افغانان د اشغالګرو شتون غواړي او ددې هدف لپاره شپه ورځ په دسیسو او شیطنتونو او قتل و قتال او ترور لګیا دي نو دا به هم ومنی چې یوه بله ډله ريښتوني افغانان بیا د استعمار (اشغالګرو) وتل غواړي او عملا یې په وړاندې مبارزه کوي. که افغانانو په یوه غږ د استعمار (اشغال)… نور لوستل »
جناب غوربندي صاحب سلامونه او نیکې هیلې نقد د هرچا حق دی خو د نقد الفاظ باید موزون وي خدای دې هغه ورځ راولي چې سره کینو او هغه حقایق چې زمونږ او تاسې په زړونو کې پټ پراته دي له یوبل سره یې شریک کړو زمونږ او تاسې د هېواد د سرنوشت په مورد کې په خواهم او اوس هم تصمیونه دباندې نیول کېږي الله دې نور دغه ملت ته دومره لوړ بصیرت نصیب کړي چې وکولای شي خپل تصمیمونه په خپل لاس کې واخلي او الله دې تر هغې ورځې مونږ ژوندي لري چې خپل سرنوشت په خپله… نور لوستل »
زاهد صاحب ! ستا تبصره کی می ضد او نقیض څه ولیدل ښه دی چه تاسی ډاکتر نه یاست د ناروغی سم تشخیص څخه مو تیشته کړی او هغه دا چه: تاسی وایاست [ اشغال د چا له خوا او چا ورته زمینه برابره او ګرم پستر جوړ کړو په اړه یی څه نه وایو راځی چه د افغان وژنی مخه ونیسو ] د ناروغی اصلی عامل اشغال دی له هغه تبیریږی د ناروغۍ اصلی عامل پاتی شو چه د افغان وژنی جوړ شوی اشغال د ټولو بدمرغیو، فساد، وینو تویولو او او.. سبب شوی له هغه تیریږی ، د… نور لوستل »
ګرانه او محترمه وروره ! مونږ او تاسې فقط له لوبې څخه همدومره معلومات لرو لیکن پردې نه پوهېږو چې لوبه لدې څخه ډېره غټه ده او مونږ یې په اړه اصلا معلومات نه لرو الله دې و رحمېږي…. له مانه خپه نشې ولې طالبانو افغانستان امریکایانو ته پرېښود او وتښتېدل حال داچې د پیغمبر (ص) په وینا سره فرار من الزحف ګناه دی ولې یې مقاومت و نه کړ او ولې یې هماغه وخت کې د جهاد اعلان و نکړ ګرانه وروره وخت به هرڅه ثابت کړي که سره ژوندي وو نو بیابه پوه شو چې لوبه څه ده… نور لوستل »
زاهد سیب ستاسو نظر غرضی معلومیږی. زه دی ګمانی کړم چه تاسو رښتیا مولوی یاست او که نه. دیو مولوی له خولی دهغو افغانانو څخه چی امریکایب دماغونه لری دفاع کول ښه نه ښکاریږی. تاسو دمسلمان نوم اخلی خو داسلامی نظام نه. تاسو اوس هم دا نه وایاست چه دا شل کاله جهاد وو چه د اسلامی نظام په خاطر مسلمانانو ځان شهید کړ او یا زخمی او یا مالی نفصان یی قبول کړ او بیا هم دمجاهدینو کومک یی وکړ. که تاسو بیا هم دکابل دتبلیغاتو مسئول یاست نو هیله ده پوه سی چه دلته ویښ خلک نویشتی کوی.… نور لوستل »
زه هم د زاهد صاحب په مورد دورور ثابت صاحب نظر تايد کوم او ماته هم نه ښکاري، چه ښاغلي زاهد دمولوي وي! ډيره ممنه ثابت صاحب، زما ځواب دهم ورکړي دي. کاروان
زه هم د زاهد صاحب په ځواب کې د ثابت صاحب او کاروان صاحب تبصرې سل په سلو کې تاییدوم.
زاهد صاحب کوښښ کوي ظاهرا ځان بې طرفه، درېمګړی او عالم وښایي اما په حقیقت کې تر ډېره د سپېڅلي مقاومت غازیان نقد کوي او په دې توګه د اشغالګرو په ژرنده اوبه پرېږدي.
ألاخوة الاعزاء!لاتنظروا الی من قال و لکن انظروا الی ما قال ان کنتم تعلمون. انا خریج من جامعة شاه منصور (او ماکان یسمی بشیخین رحمهماالله) من دورة حدیث والتفسیر فی مدیریة صوابی و خریج من دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک سنه ۱۹۹۹ من دورة حدیث الکبري. ولکن مع کل هذا فاعتبروا یا اولي الابصار
ألاخوة الاعزاء!لاتنظروا الی من قال و لکن انظروا الی ما قال ان کنتم تعلمون. انا خریج من جامعة شاه منصور (او ماکان یسمی بشیخین رحمهماالله) من دورة حدیث والتفسیر فی مدیریة صوابی و خریج من دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک سنه ۱۹۹۹ من دورة حدیث الکبري. ولکن مع کل هذا فاعتبروا یا اولي الابصار
ألاخوة الاعزاء!لاتنظروا الی من قال و لکن انظروا الی ما قال ان کنتم تعلمون. انا خریج من جامعة شاه منصور (او ماکان یسمی بشیخین رحمهماالله) من دورة حدیث والتفسیر فی مدیریة صوابی و خریج من دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک سنه ۱۹۹۹ من دورة حدیث الکبري. ولکن مع کل هذا فاعتبروا یا اولي الابصار