دیني، سیرت او تاریخ

د اسلامي حکومت جوړولو طرحه«وروستۍ برخه»

الحاج استاذ بیانزی

تعلیم و تربیه، بیا جوړونه او امنیت:
د معارف، لوړو زده کړو، امنیتي قوې، د بیا جوړونې او داسې نور وزارتونه، د وخت او ځای د شرایطو له مخې د هیواد د امنیت، بیا جوړونې او د تعلیم او تربیې لپاره اړین پلانونه تل نظر کې لري او باید ویې لري مونږ مو نورو مهمو ټکو ته پام را اړوو:

درسي کريکولم:
زموږ هیواد د پرله پسې اشغال او هم ټول عمر د عیاشو شاهي رژیمونو شاهد دی چې د خپلو فاسدو رژیمونو د بقا لپاره به یې تل د اسلام د پراختیا او پیاوړتیا مخه نیوله، تش په اسلامي شعارو به یې خلک چوپول، بار دننه پالیسي به یې د استعماري قدرتو په فرمایشو چلیدله او استعمارګرو به له اسلام او الهي نظام ډارول.

استعماري قدرتونو زموږ د ټولنیز جوړښتو په ویجاړولو او طبقاتي کولو سربېره د ټول هیواد د مکاتبو له درسي کريکولم اسلامي مؤثر مضامین حذف یا کمرنګه کړل او په ځای يې د غربي دیموکراسۍ او بې بندوباره ازادیو مضامین ننویستل او د الهي نظام د قایمیدو مخه یې ونیوله.

سربیره پر دې، مدرسې یی له مکاتبو جلا کړې، د دیني زده کړو لپاره یې مدرسې او مساجد او دنياوي زده کړو لپاره یې مکاتب ځانګړي کړل، مکاتب یې له اسلامي زده کړو او مدرسې یې له ساینس او سیاست بې برخې کړل، د مکاتبو شاګردانو ته به مکتبیان او محصلین او د مدرسو شاګردانو ته به طالبان ویل کیدل، طالبانو او ملایانو به مکتبیان ګمراه او مکتبیانو به د مدرسې طالبان او ملایان بی لارې ګڼل، په دې واسطه یې عملي بڼه کې اسلام او سیاست سره جلا او مکتبیان یې په اسانه په استعماري ایزمونو کې ننوېستل چې د اسلام سپیڅلي دین سره یې ورته کرکې وزېږولې.

سربیره پر دې د مکاتبو لپاره هر څه او د مدرسو لپاره هیڅ نه و، راتلونکی اسلامي حکومت باید که مناسبه وه مکتب او مدرسه سره یو کړي که نه د مدرسو لپاره هم د مکاتبو په شان منظمې ودانۍ، درسي مواد، له معیار سره برابر ښوونکی، میز چوکۍ، رسمي ازموینې او رسمي اسنادو جوړولو  او ورکولو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي، یا درسي کريکولم باندې له سره غور وشي، لږ تر لږه مکاتبو کې مؤثره او اړین اسلامي مضامین او مدرسو کې هم مؤثره او اړین ساینسي مضامین شامل او طالبان د مساجدو او مدرسو له له چارچوبو بیرون کړي يعنې د مکتبیانو په شان بهرنيو اسلامي هیوادو ته د ماسترۍ او دکتورا تر لاسه کولو لپاره چانس ولري، حکومتي او مسلکي ادارو کې د کار جوګه شي.  ټول هیواد کې د ابوحنیفه یو ښوونځی، یو دارالعلوم، او یو اسلامي پوهنځی او هغو کې هم ساینسي مضامین نه تدریس کیدل، مکتبیان له اسلامه ناخبره، قران یې له مخې نه شو لوستلی، نړیوال کفر په جلا جلا ایزمو کې ورننویستل، بې دینه شو.

ملایان او طالبان سیاسي او مسلکي زده کړې نه لري له مسجدو او مدرسو بهر ورته کار نشته، همدا د سیکولریزم پلان ګذاري وه چې دین له سیاسته عملي بڼه کې جلا کړي، خلکو له ملایتوب ځانونه لرې ساتل، چې له امله یې د طالبانو او ملایانو شمیر ورځ له بلې کمیدلو.
مکتبیان انجینران، ډاکټران، سیاست مداران، حقوقدانان او داسې نور جوړېدل ماستري او دکتورا ترلاسه کولې، حکومت او سیاست هم د مکتبیانو (سيکولرانو) په واک او کنټرول کې وي. مکتبیان به له دین سره د دښمنۍ له امله د سیکولریزم په ګنده لومو کې ولویدل او له هغه وروسته به د نړیوال استعمار نانځکې شوې.

راتلونکی اسلامي حکومت باید د مکتب او مدرسې دغه فاصله لرې کړي، دواړه یوه مکتب او یا یوه مدرسه کې د یو طالب یا یوه شاګرد د نوم لاندې چې دیني او دنياوي دواړه زده کړې پکې تدریس کیږي؛ متحد او ونغاړي یا مکاتبو کې څه اړینې اسلامي زده کړې او مدرسو کې څه د ساینس او سیاست اړینې زده کړې شروع شي او مدرسو لپاره هم د مکاتبو په شان منظمې ودانۍ او رسمي ادارې ولري، که نه موږ به بیا او بیا د ورته برخه لیکو سره مخ کیږو.

۲ــ د ایزمونو او ګوندونو په اړه:
نزدې نیمه پېړۍ نړیوال کفر زموږ خلک، خاوره او خپلواکي اشغال کړې وه، مجاهد ولس د اسلامي امارت په قیادت اشغالګر له خاورې وشړل، خپلواکي یې ترلاسه کړه مګر ذهني اشغال ختمول به څو پېړۍ ونیسي، ایزمونه او ګوندونه به بیا او بیا وده کوي او تاریخ به بیا او بیا تکراریږي، د دغه ذهني اشغال ختمولو لپاره د ایزمیانو او ګوندونو (حتی اسلامي ګوندونه) ته د یو واحد اسلام بلنې اړه ده، الله ج فرمایی(وعتصموا بحبل الله جميعأ ولا تفرقوا… ) ترڅو د اسلامي فرهنګ سره په عملي بڼه کې بلد او پخپله خوښه د اسلام اړینه برخه ومني او عملي او پر کړي، د ښوونځیو، پوهنځیو، تلویزونونو، رسنیو اخبارو او داسې نورو کې د منظمو پروګرامونو لرلو سره سره د مسالمت امیزو مناظرو دایرولو لپاره هم مناسب رسمي چاپیریال جوړ شي، تر څو سيکولران له ایزمي ناولتیاوو سپیڅلي چابیریال ته راوګرځي، راتلونکی اسلامي حکومت باید خپل حکومتي تشکيل کې د دې لپاره منظم او رسمي نهادونه ولري.

۳ ــ د کار او زده کړو زمینه سازي:
د پرله پسې اشغالو له امله مو سپیڅلی اسلامي فرهنک په غربي ګنده فرهنګ ملوث شوی، د ښځو حقوق، بشر حقوق او داسې نورو حقوقو د دفاع په نوم یې زموږ ټولنې او حتی زموږ کورنۍ متلاشي کړې، میرمنې د میړنو او میړونه له میرمنو، مور او پلار له اولاد او اولاد له مور او پلار لرې او جلا کړي، رښتينې خپلوۍ او دوستۍ نشته، په منفي مادي رقابتو کې یې ننویستلي، د باور فضا خړه پړه، د مېرمنو له زړونو او مخونو  پړونی لرې شوی، د میرمنو او میړنو تر منځ صرف جنسي اړیکې تبادله کیږي، زمونږ ټولنې یې له اسلامي ټولنیز فرهنګ د غرب فردي فرهنګ ته کشولي.

د راتلونکي اسلامي حکومت دنده ده چې د ټولنې د هر قشر لپاره د اسلامي لارښوونو په رڼا کې د کار او زده کړو زمینه سازي وکړي، مناسب او مصئون چاپیریال ورته ولري.

هره کورنۍ د يوې مؤسسې په شان ډیرو کړنو او څارنو ته اړه لري. د ښځینه فطري جوړښت د کور دننه خفیفه کړنو او د نارینه فطري جوړښت له کوره بهر ثقیله کړنو لپاره مساعدت لري، میرمنې د بچو راوړلو، روزلو، لویولو، پخلی، د کور پاکولو، څارلو او ورته نورو کړنو لپاره طبیعي استعداد لري، د مېرمنو ښکلا او نرم بدن د مېړونو د جذب او د ماشومانو د ښې روزنې لپاره خلق شوي، میرمنې د کور په سیوري او د کورنۍ خفیفه کړنو کې هغه طبیعي ښکلا هم له لاسه نه ورکوي او د مېړه سره د ښه او ډیر وخت تیرولو له امله د ماشومانو راوړل او په ښه روزنه لویول هم زیاتیږي او میرمنې د نارینه وو پرتله د ثقلیه کړنو لپاره کمزوري اندامونه او لږه انرژي لري، ښځې د کور دننه لا ښکلې او نارینه له کوره بهر کړنو کې لاپیاوړي کیږي.

که مېړه او مېرمن دواړه بهرنۍ کړنې تر سره کوي د نورو ماشومانو د زېږېدلو مخنيوی کیږي، میرمنی به  د نورو نارینه وو او نارینه به د  نورو میرمنو سره د ګل او بلبل اړیکې زیږوي او میرمنې به د خپلو معاشو په لرلو له میړونو خود کفا احساس کوي چې له امله به یې د بې باوریو او د شتمنیو لړۍ پرانستل شي، مور به بل میړه او میړه به بله ښځه کوي، که ماشومان لري د هغو برخه لیک به هم کرغېړن کله دلته او کله هلته، د کور دننه کړنو او ماشومانو لویونې او روزنې لپاره به نورو ته معاش ورکول کیږي، په دی واسطه به د کور دننه کړنې او د ماشومانو روزنه به څرنګه چې لازم وي پرمخ نه وړل کیږي.

په هر صورت، بیا هم هغه پیغلې یا میرمنې چې د کور د چارو او ماشومانو په  روزنه سربېره د کار او زده کړو ترلاسه کولو سره مینه لري او ټولنه هم ورته اړه لري، اسلامي حکومت یې د کار او زده کړو مخه نه یواځې نه نیسي بلکه اسانتیاوې او برابر چاپیریال هم ورته برابروي، د کار او زده کړو لپاره مناسب چاپیریال چې د هغوی عزت پکې خوندي وي یعنې د کار او زده کړو چاپیریال کې یې ټولې ميرمنې وي لکه د نجونو ښوونځی، د نجونو پوهنځی، د مېرمنو او یا ماشومانو روغتونونه او داسې نور، مګر کار او زده کړې یې باید د مېړه او مور او پلار سره په تفاهم او اجازه ترسره شي.

راتلونکی اسلامي حکومت ورته د اسلام په رڼا کې منظمه پلان ګذاري او سرمایه ګذاري ولري.

۶ ــ  د نشه يي توکو او فساد مخنیوی:
نړیوال استعمار د مظلوم بشریت د استثمارولو لپاره له انساني ټولنو د ځنګل، وحشت او زور ټولنه جوړه کړې زور یې قانون او په زور حکومت کوي، د ځنګل لیوانو په شان له هر ډول بدو کړنو او بدو وسیلو کار اخلي لکه زموږ هیواد یې د ممنوعه وسلو او بمونو لابراتوار جوړ کړی، د مور تر بمونو یې پکې وکارول چې افغانان به یې تر ډېرو پیړیو بیه پرې کوي، زموږ هیواد یې د نشه يي توکو د تولید، ترویج او قاچاق کې د نشه يي توکو لومړۍ درجه نړیوال مارکیټ جوړ کړ، د نشه يي توکو نړیوال مارکیټ نوي سلنه نشه يي توکي له افغانستان څخه تر لاسه کوي.
یو مقدار یې زموږ هیواد کې د خلکو د مقاومت کمولو لپاره کارول شوي چې څو ميليونه ځوانان  نیم مړه او نیم ژوندي ګرځي او نورو هیوادو ته یې قاچاق د جنګ تاوان جبرانوي.

په هر صورت، راتلونکی اسلامي حکومت د نشه يي توکو د تولید، قاچاق، فساد او نورو ټولو رزیله کړنو د مخنيوي لپاره منظمه پلان ګذاري، بدیلې لارې، فعاله نهادونه، تفتیش او څارنه شتون ولري، د روږد شوو د بیا رغولو لپاره ځانګړي روغتونونه، مسلکي زده کړې او د کاریابۍ ادارې ولري.

۵ ــ  د مهاجرینو راستنول:
د اشغال څلور لسیزو وحشت د هیواد پنځمه برخه افغانان لرې او نزدی هیوادو ته په هجرت کولو اړ کړل، راتلونکی اسلامي حکومت باید د نورو مهمو کړنو تر څنګ هیواد ته د هغو مهاجرینو د بیا راستنولو لپاره په بهر او کور دننه پرله پسې هلې ځلې پیل کړي چې مهاجرین دوباره خپل هیواد ته راستانه او د هغوی له زده کړو او انرژۍ څخه د هیواد بیا جوړونه کې ګټه واخستل شي.

۶ــ هیواد امنیت او بیا جوړونه:
د هیواد بیا جوړونې لپاره کانکریټي ودانۍ او قیر سرکونه نه بلکه د خپلواکۍ، الهي نظام، اسلامی قانون، امنیت، سوکالۍ او د ملی یووالي درلودل ضروري دي، له هغه وروسته یو په بل باور، یو بل ته درناوی، تعلیم او تربیه، نظم دسپلین، څارنې، پلټنې، د هر څه قانوني کول، د ډول ډول پروژو توسيع، د معدنیانو دسترسي، د نشه يي توکو کرلو او تهیه کولو مخنیوی، د کرنې او مالدارۍ کمیت او کیفیت لوړولو او نورو ټولو ساحو د خود کفا کولو اړتيا ده، هغسې اردو بايد ولرو چې هدف یې د معاش په ځای د خاورې، خلکو او خپلواکۍ څخه دفاع وي.
اردو، پولیس او امنیتي قواوې باید بې طرفه او ځانګړې لایحې ولري، د هیواد بیا جوړونې لپاره د خلکو د اوږو پر ځای د خلکو په زړونو حکومت وشي الهي نظام کې الهي اصول حکومت کوي او حاکمان د ټولنې خادمان وي.

د الهي اصولو عمده هدف عدالت یا حق حقدار ته رسول او  د جرم د مخه د جرم مخه نیسي، انسان د انسان په واسطه نه استثماریږي، د خلکو ترمنځ امنیت او سوله قایمیږي، د باور فضا کې انسانان له طبیعت دومره بې شمېره لاسته راوړنې ترلاسه کوي چې د نفوس د کنټرول اړه نه محسوسیږي.

۷ ــ د ګاونډیانو او نړیوالو سره ښې اړیکی:
همدارنګه د ګاونډیانو، اسلامي نړۍ او نړیوالو سره د راکړو ورکړو او ښو اړیکو زېږول او د دښمنیو د عواملو پلټل او د هغو په مسالمت امیزه ډول لرې کولو هڅې جاري وساتل شي، د ګاونډیانو سره د دښمنیو په ځای دوستي پیل شي، دا نړیوال کفر دی چې، زمونږ د هر یوه جلا جلا ښکار کولو لپاره یې له ګاونډیانو سره د دوستیو په ځای د دښمنیو سره مخ کړي یو.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

غلام حضرت صاحب او نورو ټولو لوستونکو ورونو د اسلامی دولت جوړولو دریمه او څلورمه برخه هم نشر شوی ستاسی په خدمت کی ده کمی زیاتی په ګوټه کولی شی زموږ د پاره به اموزنده وی راتلونکی لیکنی به لا غنی شی مننه

طاهر ثابت

محترم بیانزی سیب
هیله د هغو ملسمانو ښځو په هکله چه هم لوړ تعلیمات لری او لوړ کارونه کوی او هم دهغوی اسلامی ژوند او کورنی سولئیز ماحول په هکله څه ولیکی.

الحاج استاذ بیانزی

ثابت صاحب سلامونه او نیکی هیلی ! ولی نه، اوس وخت حاد خبری د ترکیی او دوحی د سولی او اسلامی حکومت جوړولو هلی ځلی پیل شوی، دغو ته سترګی په لیار یو، د اسلامی دولت جوړولو طرحو ته مو د اولیت حق ورکړو، له دی وروسته کیدی شی د میرمنو د حقوقو په اړه په صورت مجمل او د هغو میرمنو د پاره چه لوړی زده کړی لری او د لوړو کړنو وړتیا لری، په اسلامی چاپیریال کی چه د دوی عزت او امنیت پکی خوندی وی ماشومان او د کورنی نور غړی یی اسیب پذیره نه شی یو… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x