افغانستانسولې اړوند خبرونه

اتمر له جرمني مننه کړې چې افغانستان کې يې پوځي حضور وغځاوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ وری، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزیر «حنیف اتمر» په کابل کې د جرمني له سفیر سره په لیدنه کې له نوموړي مننه کړې، چې هیواد یې په افغانستان کې خپل پوځي حضور تمدید کړ.
د بهرنیو چارو وزارت له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اتمر نن د جرمني له سفیر «اکسل زیدلر» سره ولیدل.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، په دې لیدنه کې دواړه لورو د افغان سولې پروسې او دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه وغږېدل او اتمر له جرمني مننه وکړه چې په افغانستان کې يې خپل پوځي ماموریت وغځاوه او له افغانستان سره يې په امنیتي، نظامي، کلتوري او نورو پراختیايي برخو کې مرسته کړې.

د خبرپاڼې په بنسټ، دواړه لوري د افغان سولې پروسې په اړه وغږېدل او د سولې پروسې راتلونکو پړاوونو ته د چمتووالي په اړه یې خبرې وکړې.

اتمر داسې مهال له جرمني مننه کوي، چې څو اوونۍ وړاندې د یاد هیواد پارلمان تر ۲۰۲۲ کال پورې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د پاتې کېدو طرحه تصویب کړه.

ورته مهال د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق په اساس ټول بهرني ځواکونه باید د روانې میاشتې تر پایه له افغانستانه ووځي.

طالبانو ګواښ کړی، که بهرني ځواکونه په ټاکلې نېټه له افغانستانه ونه وځي، په وړاندې به یې تونده جګړه پیل شي، چې د ناوړه پایلو مسئولیت به یې د بهرنیو پوځیانو په غاړه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
م جان

توف ## د وی پر صلیبی غلامانو😡

الحاج استاذ بیانزی

غلامو ##کی ځینی اوس ## شوی او ځینی بیا داسی وی چه له موره ## زیږیدلی یعنی مور او نیا یی هم ## وی اتمر مور او نیا هم ## یا غلامان دی . پرون یی روسانو ته هم ویل چه د ## دروازه ورته پرانستی پریږدی مګر هغوی ناڅاپه ایله کړل او له هیواده په تیښته خلاص شو. هغه وخت یی امریکایان او اروپایانو ته امپریالیزم اونړیوال سریخواره ویل خو کله چه نړیوال سړیخواره راغلل تر ټولو لویو ## په قطار کی مسلکی ## یعنی اتمر د غلامانو به طویله کی لمړی ولاړ او د هماغه امپریالیزم په اخور… نور لوستل »

غوربندي

ښاغلی عبدالله وروره

سره لدې چې تاسو به کافي بوحتیاوې لری اما د تبصرو برخې ته نه پام مو دغه برخه له اهمیت څخه غورځولې ده.

وړاندیز کوم تر څو تبصرې پر خپله وخت خپرې شي،، نه داسې لکه د اوبو اوده چې ډک شي یا دا چې کله هم پرې راپېښه وکړی نو خپروی یې.

سازنده او مثبتې تبصرې د خپرو شوو لیکنو تکمیلي برخه تشکیلوي او په راتلونکو لیکنو کې له لیکوالانو سره ډېره مرسته کوي.

پاته شوه عقت کلام،،، دا د ټولو واجب دی.

PATTANG

اتمر منافق د خاد دپنځم امریت معاون وو ، خلیل چوچه او نور ډیر یې ووژل یواځې زبیح عسکر یارژوندی ترې خلاص شه چې اوس په مونشن کې اوسي او دصحنې شاهدي ورکوي ! په افغانستان کې اوس فاسدین ، غله ، رشوتخواره، سیکولره # او بیکاره غربي افغانان په قدرت کې دي . ددوی زوال رانږدې سوی دی !

ګل احمد

اصله ستونزه امریکایانو را منځته کړې ده. چي امریکایان د هیواده ووځي، د جرمنیانو کله جګړه زده ده. دوې نړیوالي جګړې یې په ذلت آمیزه توګه بایللي دي، ته وا د افغانستان جګړه به یې ګټلې وي

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x