ټولنیزه برخه

افراط، تفریط که اعتدال؟

تميم تکل

په یوه صف کې د یو فرد عمل، د ټول اسلام تعریف نه دی او همدا راز په یوه باطل صف کې د یوه فرد سپېڅلتیا د هغه صف د حقانیت له پاره دلیل نه شي کېدای.

له نورو سره زموږ توپیر همدا دی، چې نورو کې ځینو یوازې زهد او رهبانیت رانیولی او ځينو بیا یوازې مادیات او هوسونه راټینگ کړي دي. له اسلام پرته هېڅ داسې بل آدرس نه لرو چې د ژوند ټول مادي او معنوي جوانب یې په پام کې نیولې وي.

موږ په خپلو ملگرو کې ګورو چې څوک له ژونده په تنگ دي او څوک په ژوند کې ډوب!

یو غواړي چې ژوند ته یې د پای ټکی کېښودل شي او بل دا غواړي چې کاش مې څو کاله ډېر عمر کولای.

د ژوند له پاره رسول صلی الله علیه وسلم موږ ته داسې اساسنامه جوړه او پرېښوده چې که یې زده او عملي کړو بریا زموږ ده.

هو! د هغه صلی الله علیه وسلم سیرت دی او هغه هم په لاندې شکل:
له پيدایښت څخه بیا تر بعثت پورې چې د واده په گډون ډېر مسایل په کې راځي.

له بعثت نه بیا تر هجرت پورې چې لوږه، تنده، سختي، محاصره او مشکلات ټول په کې مطالعه کېدای شي.

له هجرت څخه بیا تر رحلته پورې چې دا بیا د مدني ژوند برخه جوړوي او د ژوند په دواړو برخو مادي او معنوي باندې مشتمل دی.

د واده له پاره خپل وخت، د روژې له پاره خپل وخت، د مناسبې او معتدلې خندا او مجلس له پاره خپل وخت، د قربانۍ له پاره خپل وخت، د سرښندنې او ایثار له پاره خپل وخت، د زهد او تقوا له پاره خپل وخت، د اجتماعي ژوند له پاره خپل وخت او د هر هر څه له پاره خپل خپل وختونه دي.
ژوند ښه دی! چې موږ په ځان کې ښه والی پیدا کړو. ژوند د آخرت کرونده ده او ژوند زموږ له پاره دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x