
متقاعدو امریکايي پوځیانو د مئ تر لومړۍ نیټې له افغانستانه د ټولو عسکرو د ایستلو غوښتنه وکړه
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ وری، ۱۴۰۰ل): د متقاعدو امریکايي پوځیانو کورنیو پورې اړوند د څو بنسټونو ټلوالې په یو لیک د امریکا له ولسمشر جوبایډن نه غوښتي چې د مئ میاشتې تر لومړۍ نیټې له افغانستان څخه ټول امریکايي عسکر راوباسي.
په دغې ټلواله کې د متقاعدو پوځیانو ترڅنګ د پوځیانو د حقونو خوندي کولو او د جګړې د ختمېدو یو شمېر فعالان هم شامل دي.
جوبایډن ته په دغه استول شوي لیک داسې راغلي: «له بده مرغه مونږ دومره ډېر په افغانستان کې پاتې شوو چې دغه هېواد ته د لومړیو استول شویو عسکرو اولادونه اوس دومره لوی شوي چې په دغې جګړې کې برخه واخلي.»
د لیک استوونکو متقاعدو پوځیانو او د هغوی پلویانو بایډن ته په خطاب کې داسې ویلي: «د دغه ائتلاف غړي په خپل خدمت ویاړ کوي، خو اوس یې وخت دی چې باید خپلو کورونو ته ستانه شي. موږ له تاسو څخه په ټېنګار سره غواړو هر څومره ژر چې کیږي، دا کار وکړئ.»
د طالبانو او امریکا متحدو ایالاتو ترمنځ د تیر (۲۰۲۰م) کال فبروري میاشتې په ۲۸ نیټه د سولې تړون په اساس باید امریکايي عسکر د راتلونکې مئ میاشتې تر لومړۍ نیټې له افغانستانه ووځي.
که څه هم واک ته له رسېدو وروسته امریکايي ولسمشر جوبایډن ویلي ؤ چې طالبانو سره د سولې لاسلیک شوی تړون اروزي؛ خو د تیرې مارچ میاشتې په ۲۵مه نیټه سپینې ماڼۍ کې د خبري کنفرانس پرمهال نوموړي وویل، چې د لوژستیکي ستونزو له کبله نه شي کولای د مئ میاشتې تر لومړۍ نیټې ټول امریکايي عسکر له افغانستانه وباسي، البته راتلونکي کال پورې یې افغانستان څخه د ټولو بهرنیو عسکرو ایستل یقیني بللي ؤ.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو بیا خبرداری ورکړی، که د دوحې تړون سره سم په ټاکلې نیټه ټول امریکايي عسکر له افغانستانه ونه ایستل شي، نو پر وړاندې به یې د وسله وال مقاومت له غورواي څخه کار واخلي، چې په هغه په صورت کې به د طالبانو په خبره د هر قسم پایلو مسئولیت د امریکایانو په غاړه وي.