تاریخي پيښينظــر

له پردي تیري تر تنظیمي جګړو

مذاکرات: ملګري ملتونه - سیمه ییز اړخونه - کورني مرکچیان

شهرت ننګیال – ۱۲ ګرامه ماغزه

د افغان ربړې اواری لومړی پلا د ژېنو مذاکراتو تر سرلیک لاندې ۱۹۹۲ کې د ملګرو ملتو لخوا نژدې شپږ کاله وشاربل شو.

د خبرو پروسه د ملګرو ملتو سرمنشي خاوبر پېرېز دېکوېلار ځانګړي استازي كوردوویز پر مخ وړه، د ۱۹۸۸ د اپریل ۱۴مه يو تړون دریو سندو کې، څلورو تنو هر يوه د کابل له اړخه د بهرنیو چارو وزیر عبد الوكيل، د پاکستان بهرنیو چارو وزیر زین نوراني، د امریکا بهرنیو چارو وزیر جورج شولتز او د شوروي اتحاد بهرنیو چارو وزیر اېډوارډ شېواردنادزې په لاسلیک اعلان شو.

ژېنو خبرو افغانستان کې د سولې په پرتله د شوروي پوځیانو وتلو ته د لارې برابرېدو موخه لومړۍ ګڼله، پاکستان د مداخلې مخنیوي د ((رسمي پولو)) تر منځ د ډېورند تپلې کرښې د رسمیت پېژندلو په نیت د ربړې یو لوری برمته کړی و.

کابل له دغو خبرو سره د خپل مشروعیت ثابتولو هیلې پېيلې وې، امریکا خپلو اوږدمهاله موخو او ګټو ته لار، لوري او ګودرونه کتل –

ځکه خو د ربړې اواري ته سالم میکانېزم او د جګړې د پای ته رسېدو لومړیتوب ته له هماغه پیله نه دا چې په ټيټه وكتل شول بلکې له سره د خبرو اجنډا کې نه و نیول شوې.

ژېنو خبرو یوازې له افغانستان د شوروي لښکرو وتلو ته مخه ورکړی شوه، جګړه يې پای ته ونشوی رسولی، د دغه تړون په مټ د ۱۹۸۸ د می له پېنځلسمې د شوروي عسکرو وتل پیل او د ۱۹۸۹ د فبرورۍ پر ۱۵مه بشپړ شول، خو جګړې دوام وموند، سوله رامنځ ته نه شوه او يو ناپېیلی حکومت جوړ نکړی شو – د ژېنو مذاکراتو اجنډا کې د جګړې مخنیوي، د سولې ټينګښت او ناپېيلي حکومت جوړېدن ځای نه شوی لرلى، چې د خبرو اړخونو او بهرنیو ځواکونو خپلو ګټو او موخو ته د رسېدو هیلې پاللې، ځکه خو د شوروي عسکرو له وتلو سره نه دا چې جګړه پای ته ونه رسېده بلکې لا پسې وغځېده او خونړۍ شوه.

د ژینو مذاکراتو بهیر کې کوردویز افغان ربړه ۹۵ سلنه اواره اعلان کړه، چې له امله يې د کډوالو تر منځ د بېرته ستنېدو تلوسه دومره وغوړېده چې ډېری کډوالو د خپل بار بسترې را غونډولو تابیا ښودله.

استاد پژواک له حقوقي او دېپلوماتیک پلوه له هماغه پیله دغه پروسې ته ګوته ونیوه، افغان مجاهد او مجاهد ولس کې يې په دې اړه په پاخه سياسي منطق او ملي لیدلوري ولاړې لیکنې خپرې کړې چې د ولسمل په اهتمام هماغه وخت په كتابي بڼه چاپ شوې.

استاد پژواک په هر ډول منځګړیتوب او اواري کې د افغانانو د ملي ارادې د درناوي غږ پورته کړ او د پاکستان له خوا يې د افغانانو استازيتوب مردود ګاڼه. له بده بخته تنظيمو د استاد پژواک له سیاسي بصیرت، دیپلوماتیک منطق او ملي درایت ګټه پورته نکړی شوه، په وچ او شعاري مخالفت ودرېدل. لکه څنګه چې افغانستان د امریکا له لاسه د شوروي کومي ته ولوېد، دغسې د ملګرو ملتو کاواکيو د افغانستان ربړه د يوه بل شر غېږې ته وروغورځوله.

استاد پژواک تر نړيوال نظارت لاندې يوه ځانګړي کنفرانس چې لاندې اړخونه پکې برخوال وي وړاندیز درلود…

١- د ملګرو ملتو د امنیت شورا دایمي غړي.

۲- ټول افغاني ګوندونه/ تنظیمونه د خلق، پرچم په ګډون د ګوند په توګه، نه د حکومت

۳- د اسلامي کنفرانس استازي.

۴- د ایران، پاکستان استازي.

د وړاندیز له مخې ملګري ملتو ښايي د سولې لپاره د ټکر د مخنیوي په موخه خپل ځواکونه چمتو او د آزادو ټاکنو د څار لپاره یو پلاوی ټاکلی وای په دې شرط چې د افغانستان ګاونډیان د ملګرو ملتو ځواکونه او ټاکنو پلاوي کې برخه ونلري، د ټاکنو پایلې باید ملګرو ملتو تضمین کړې وای، عبوری حکومت ښايي د اساسي قانون مسوده رامنځ ته کړي او د لويې جرګې جوړېدو ته مخه پرانیستې وای…

د امریکا او پاکستان هوس د شوروي په ماتې نشوی خړوبېدی، ځکه خو پخپلو ژمنو نشوى درېدی.

سیمه کې د شوروي او امریکا د موخو، ګټو او غوښتنو توپیر څه کېدی شوی…؟

سړی ویلی شي چې امریکا د بل پر اوږه د ټوپک اېښودو پالیسي پاموړ ګوري…

لويديز او امریکا وار له مخه د شوروي تيري پر ضد د افغانانو جګړه د کمونېزم او اسلام جنګ ګرځولی، ځکه خو جګړه د افغانانو له ارادې دباندې وغځېده… امریکایي او لویدیز سکالران – پروفیسوران د اسلام او جهاد په ليکچر بوخت وو.

له همدې ځایه وه چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه جنګيالي دغه جهاد ته راوبهېدل، هېچا ددغو جنګياليو سبا ته ونه کتله، که ددغو جنګياليو اجنډا د افغانانو له هغې سره په ټکر کي راوځي، امریکا به د خير غونډۍ ته ختلی وي …؟

ضیاء الحق غوښتل تړون د مجاهدينو مشرتابه لاسلیک کړي، که نه وي لږ تر لږه د مجاهدينو پلاوی ژنیو کې وي ، خو مولوی خالص د اتحاد د مشر په توګه نشوای چمتو کېدای ژینو ته ولاړ شي، جنرال ضياء له ده وغوښتل د ژینو سفر او د سند لاسلیک ته غاړه کیږدي، خو خالص له ریاست استعفا وکړه.

حکمتیار د اتحاد موقت مشر شو، خو وړاندې له دې چې د مجاهدینو پلاوی ژنیو ته ولاړ شي جونیجو د ژینو تړون لاسلیک کړ – ده د جنرال ضیاء الحق د خوښي پر خلاف په ټول ګوندیز کنفرانس کې د ژینو تړون د لاسلیک موافقه تر لاسه کړې وه، – له همدې امله ضیاء الحق د ده حکومت ړنګ کړ. خو د ژنیو تړون لاسلیک شوی و.

له دې دمخه د اوجری کمپ «د افغان جهاد د وسلو او مهماتو ډيپو» د چاودنې پر پلټنو د جونیجو ټینګار، د ملکي حکومت او جنرالانو تر منځ ترینګلتیا غوړولې وه… خو د ژینو تړون پر لاسلیک بیړې د جونیجو حکومت ټغر ور ټول کړ.

که ژینو تړون کي د ناپېیلی موقت حکومت ټینګښت پاموړ بلل شوی وای ، ښایي د وروستيو جګړو او بد مرغیو مخه نيول شوې وی. والله أعلم

په دننه کې د پخلاينې او روغې جوړې هره هڅه د مقابل لوري پر حذف او تسليخيدو را ګرځېده. د کابل سوله د مجاهدينو د تسلیمېدو او واک کې د ګډون په غوښتنه را ټوله وه، مجاهدينو کابل رژیم ایله د بښني وړ ګڼلی شوی.

یوه غاړه هم په مناسب وخت د ناپېیلي حکومت ټينګښت ته نشوی ور ګرځېدی، هري غاړې له سولې خپل ناسم تعريف او تصوير درلوده چې د سولې ټولمنلی او رښتینی تعریف نشوای ګڼل کېدای.

مجاهدین او کابل رژیم دواړه داخلی اختلافاتو او ډلبندیو د پټو معاملو او توطیو په شر او د ملي ګټو او ارزښتونو پر سر د بې توپيرۍ او سودا ګری په هوس اړولي وو.

چې خبر په ګمراهيو د رڼا شوم

زه د ستورو له کاروانه را جلا شوم

د سحر ستوريه پرېوځه چې سبا شو

زه په ټولو رهبرانو ناویسا شوم

«تقویم الحق کاکاخېل»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x