میرمن نصرت بهټو نن په دبی کي وفات شوه

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۲۳) دپاکستان د پخوانی وزیر اعظم ذوالفقار علی بهټو میرمن او همدارنګه دوژل شوی وزیر اعظم بنظیر بهټو مور میرمن نصرت بهټو له اوږده رنځ څخه وروسته نن دمتحده عرب اماراتو په دبي ښار کی ومړه.

نصرت بهټو له ډیره وخته څخه دزړه په ناروغي اخته وه چی په دی اخیرو کی یی رنځ دغه حال ته رسیدلی وو چی  څوک یی پیژندلی هم  نشوای، نصرت بهټو دخپل ژوند په اوږدو کي له سختو دردناکو پیښو سره مخ شوی وه او ډيری غمجني صحنی یی لیدلی وي.

دنوموړی خاوند دپاکستان دپخواني ټولواک ضیاء الحق له خوا اعدام شو، خپله نصرت بهټو او د نوموړي ځوانه لور بینظیر بهټو په هغه وخت کی څو ځلی زندانونو ته کش کړل شوی.

دنصرت بهټو یو زوي په فرانسه کی په مرموزه توګه ووژل شو، بل زوی یی له ډیري مودي جلا وطني څخه وروسته په اخیر کي دکراچي په ښار کی دخپلی خور دحکومت په دوران کی دپولیسو له لوري ووژل شو.

او همدارنګه لور یی بنظير بهټو چی دپاکستان لومړي وزیره هم پاته شوی وه له نن څخه دری کاله مخکي دلاهور پنډي په ښار کی دیوي غوڼدي له تالار څخه د را وتلو پر وخت دناپیژاند کس له لوري په مخامخ ډزو سره وویشتل شوه ، او دروغتون په لاره یی سا ورکړه.

دنصرت بهټو له اولادونو څخه یواځی یوه لور صنم بهټو ژوندي ده، تیره ورځ پاکستانی مطبوعاتو خبر خپور کړی وو چی کیدای شی صنم بهټو له راتلونکی لوی اختر وروسته دسینده ایالت د وزیري اعلی په توګه پردنده وګمارل شي.

دیادولو وړ ده چی دنصرت بهټو مړی به سبا ورځ له دبي څخه دسینده ایالت د نوډیرو ښار ته راوړل شی، ترڅو دخپل خاوند، لور او زامنو قبرونو ته څیرمه  خاورو ته وسپارل شي، دپاکستان حکومت دنوموړي دمړیني  په غم کی سبا په ټول پاکستان کی عمومی رخصتی، او د لسو ورځو لپاره یې ملي ماتم اعلان کړی دی.

نن ټکی اسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د