
د روسيې د بهرنيو چارو وزير په دوه ورځني رسمي سفر اسلام اباد ته رسېدلی
نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۱۸ وری، ۱۴۰۰ل): د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف په دوه ورځني رسمي سفر تېر ماښام ناوخته د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته رسېدلی او هلته يې خپل پاکستاني سيال شاه محمود قريشي او نورو لوړپوو پاکستاني چارواکو هرکلی کړی دی.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت اسلام اباد ته د سرګي لاوروف سفر د دوه اړخيزو او سيمهييزو موضوعاتو لپاره اړين او ګټور بللی دی.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي ويلي، چې اسلام اباد او مسکو خپلو دوه اړخيزو اړيکو ته په درنه سترګه ګوري.
добро пожаловать в пакистан FM #SergeyLavrov. Pakistan and Russia share a multi faceted relationship and we welcome FM Lavrov’s visit in line w/ our mutual commitment to further strengthen our bilateral ties, deepening our growing bonds of cooperation & collaboration.
🇵🇰 🤝 🇷🇺 pic.twitter.com/6sAazwuRIJ— Shah Mahmood Qureshi (@SMQureshiPTI) April 6, 2021
هغه دا هم ويلي، چې د پاکستان او روسيې د اړيکو پرمختګ د دوه اړخيزې همکارۍ او باور ښکارندويي کوي. د پاکستان او روسيې لوړپوړي ډيپلوماټان به نن چهارشنبه په بهرنيو چارو وزارت کې ناسته وکړي.
د رپوټونو له مخې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران به د مسکو او اسلام اباد د دوه اړخيزو اړيکو سربېره پر سيمهييزو او نړيوالو موضوعاتو هم خبرې وکړي.
ډيپلوماټيکې سرچينې وايي، سرګي لاوروف او شاه محمود قریشي به د افغانستان سولې بهير په اړه هم ځانګړې خبرې وکړي.
روسيه او پاکستان د افغانستان سولې بهير مهم لوبغاړي بلل کيږي، تېره مياشت د روسيې په پلازمېنې مسکو کې د افغانستان سولې په اړه د امريکا، روسيې او چين ځانګړې ناسته وشوه، چې په کې د پاکستان او قطر چارواکو سربېره د کابل حکومت او طالبانو استازو هم ګډون کړی و.
د مسکو ناسته د نظرونو د تبادلې لپاره ګټوره بلل شوې وه او ټاکل شوې، چې په روانه مياشت کې د افغانستان سولې بهیر په تړاو د ترکيې په استانبول ښار کې پرېکړه کوونکې غونډه وشي.
د استانبول له ناستې مخکې د پاکستاني او روسي چارواکو ليدنه له ډيپلوماټيک پلوه پام وړ ښکاري او ښايي د سولې بهير کې ځانګړی اغېز ولري.