نړۍ

د اټومي تړون په اړه د امريکا او ایران د غیر مستقيمو خبرو لومړی پړاو پای ته ورسېد

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۱۸ وری، ۱۴۰۰ل): امريکا او ایران د اسټريا پلازمېنې ويانا کې د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون په اړه غیر مستقيمې خبرې پيل کړي، چې له مخې به يې ایران خپل اټومي پروګرام محدودوي او امريکا به پر ایران لګېدلي بنديزونه نرم کړي.

د رپوټونو له مخې د اټومي پروګرام په اړه د تهران او واشنګټن د غیر مستقيمو خبرو لومړی پړاو پای ته رسېدلی دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نيډ پرايس ويلي، د امريکايي پلاوي مشري ایران لپاره د امريکا ځانګړي استازي رابرت مالې کوي.

د امريکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپلې واکمنۍ پر مهال له ایران سره شوی اټومي تړون د امريکا په زيان بللی و او په ۲۰۱۸ کال کې په يو اړخيزه توګه له اټومي تړون ووت.

له ټرمپ وروسته، چې جو بايډن د سپينې ماڼۍ واک تر لاسه کړ، له ایران يې سره د اټومي تړون په اړه يو ځل بيا خبرو ته د تيارۍ غږ وکړ.

نيډ پرايس ويلي، چې د اټومي تړون نور غړي هېوادونه د ایران او امريکا تر منځ منګړيتوب کوي او د دې خبرو لپاره يې ځانګړی پلاوی ټاکلی دی.

د نيډ پرايس په وينا اټومي تړون ته د ګرځېدو لپاره به ایران د يورانيمو غني کول محدودوي او په مقابل کې به يې امريکا پر ایرن لګېدلو بندیزونو کې نرمي راولي.

بل پلو د ایران د بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطيب زاده ويلي، چې د واشنګټن او تهران تر منځ د خبرو بنسټيز ټکي د امريکا له لوري پر ایرن د بنديزونو پورته کول دي او زياته کړې يې ده، چې ایران د اټومي تړون ټولو بندونو ته درناوی لري، خو په دې اړه د امريکا له لوري په يو اړخيزه توګه پورته شوي ګامونه نه مني.

د خطيب زاده په وينا امريکا بايد د اټومي تړون د بريا لپاره سملاسي پر ایران لګېدلي بنديزونه پورته کړي او په مقابل کې به يې ایران د يورانيمو غني کول محدود کړي، خو يو شمېر لويديځوال کارپوهان وايي، پر ایران د لګېدلو بنديزونو یو دم پورته کول به ستونزمن وي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي، د واشنګټن او تهران د روانو خبرو پایلو ته بايد انتظار وشي او په لنډ وخت کې پایلو ته هيله کول ستونزمن دي.

د ډيپلوماټيکو سرچينو په حواله سره له دې، چې ایران له امريکا سره له مخامخ خبرو نټه کړې، خو دا ناسته د راتلونکي وخت لپاره ګټوره ده او ښايي اټومي تړون ته د بېرته ګرځېدو لپاره ښه پيلامه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x