
د احصائیې د مرکزي ادارې لوړپوړی چارواکی ترور شوی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ وری، ۱۴۰۰ل): د احصائیې د مرکزي ادارې یو تن لوړپوړی چارواکې د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د ناڅرګندو وسله والو په ډزو وژل شوی.
امنیتي سرچینې وایي، د احصائیې د مرکزي ادارې اداري رییس «محمد اسماعیل سهاک» نن سهار د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ اړوند «قلعه وزیر» سیمه کې د ناڅرګندو وسله والو په ډزو کې وژل شوی دی.
د سرچینو په وینا، اسماعیل له کور څخه دفتر ته په لارې و، چې ناڅرګندو وسله والو ورباندې ډزې وکړې او نوموړی یې وواژه.
د کابل امنیه قومندانۍ هم د اسماعیل مرګ تاییدوي او زیاتوي، چې بریدګر د پېښې له ځایه په تښتېدلو بریالي شوي دي.
د امنیه قومندانۍ ویاند «فردوس فرامرز» وایي، پېښه د یوه مشترک امنیتي ټیم تر څېړنې لاندې ده.
لکه افغانستان چي د ابرقدرتونو هدیره ده، پغمان بیا د کابل ادارې د چارواکو هدیره ده. څخه چي دا ولي؟ د کابل ادارې هر مامور چي تروریږي، په پغمان کي وژل کیږي. کټمټ لکه د کرونا مریض ته چي مرګ په دولتي روغتون کي راځي
د نورو څخه چي نکیر او منکر کومي پوښتني کوي، هغه به کوي، خو کیدای سي چي د سهاک صاحب څخه په قبر کي لمړۍ پوښتنه دا وسي چي پښتانه د افغانستان د نفوس څو فیصده دي؟