ورزش

ريال مدريد د چمپينز ليګ کواټر فاينل کې ليورپول ته ماتې ورکړه-ويديو

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۸ وری، ۱۴۰۰ل): د اروپا اتلانو ليګ د کواټر پايلوبې په لومړي ليګ کې ريال مدريد لوبډلې د ليورپول لوبډلې ته په ۳-۱ ماتې ورکړه او نيمه پايلوبې ته نږدې شوه.

دغه سيالي د ريال مدريد په کوربه توب ترسره شوه، چې په لومړۍ نيمايي کې د وينيسيوس جونير او مارکو اسينسيو په مرسته يې دوه ګولونه وکړل.

ريال مدريد لومړي دوه ګولونه د ليورپول لوبډلې په دفاعي برخه کې له تېروتنو په ګټه اخيستنه وکړل، چې لومړی نيمايي په ۲-۰ پای ته ورسېد.

په دوهم نيمايي کې ليورپول غوره پېل وکړ چې محمد صلاح په ۵۱مه دقيقه کې لومړی ګول وواهه، خو په ۶۵مه دقيقه کې يو وار بيا وينيسيوس جونير دريم ګول وواهه او د ريال مدريد د بريا پخلی يې وکړ.

ريال مدريد لوبډله د دوه تکړه دفاعي لوبغاړو څخه محرومه وه چې سرجيو راموس او رافيل وران له لوبډلې بهر وو، له دغې کمزورۍ ليورپول ډيره ګټه پورته نکړه او ريال مدريد نيمه پايلوبې ته نږدې شو.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به د کواټر پايلوبې دوهم ليګ راتلونکې اونۍ ترسره کيږي، چې ريال مدريد به د ليورپول لوبغالي آنفيلد کې ولوبيږي.

له دې وړاندې ليورپول او ريال مدريد لوبډلې د ۲۰۱۷م کال چمپينز ليګ په پايلوبه کې مخامخ شوې وې چې ريال مدريد په ۳-۱ بريا او ددغه جام اتلولي خپله کړې وه. له هغې وروسته بيا هسپانوي لوبډلې د چمپينز ليګ پايلوبې ته لار نه ده موندلې.

بل لوري ته د اروپا اتلانو ليګ په دوهم کواټر فاينل کې مانچسټر سيټي او بروسيا دورتمند لوبډلې مخامخ شوې وې چې مانچسټر سيال لوبډلې ته په ۲-۱ ماتې ورکړه.

د يادونې وړ ده چې د چمپينز ليګ د کواټر فاينل په نورو سياليو کې به نن شپه بايرن مونشن او پاريس سان جرمان، چيلسي او پورتو مخامخ کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x