
پاکستان: د افغان سولې په برخه کې له روسیې سره همغږې هڅې کوو
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ وری، ۱۴۰۰ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، له خپل روسي سیال سره یې هوکړه کړې مسکو او اسلام اباد به د افغان سولې په تړاو ګډې هڅې کوي.
د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشي» نن له خپل روسي سیال «سرګي لاوروف» سره لیدلي او د افغان سولې پروسې او دوه اړخیزو اړیکو په تړاو ورسره غږېدلی.
خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې په دې لیدنه کې دواړه لورو هوکړه کړې چې دوه اړخیزې همکارۍ به پراخوي او د افغانستان د سولې پروسې په ګډون په ټولو موضوعاتو کې به همغږې هڅې کوي.
ورته مهال سرګي لاوروف هم د افغان سولې په پروسه کې د پاکستان رول بارز او اړین بللی او له دې هیواد یې مننه کړې، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین په برخه کې یې همکاري کړې.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر چې په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته رسېدلی، د ډيپلوماټیکو سرچینو په وینا، د نورو موضوعاتو تر څنګ له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې په اړه هم غږېږي.
دغه لیدنه وروسته له هغه ده، چې دوې اوونۍ وړاندې مسکو د «ټرویکا» د ناستو په دوام د افغان سولې په تړاو ناسته راوبلله او د طالبانو او حکومت د استازو تر څنګ د سیمې یو شمېر هیوادونو او امریکا برخه پکې واخیسته.
مسکو وایي، په افغانستان کې د ثبات ملاتړ کوي او هڅه به یې دا وي، چې د افغانستان شخړه د سولې د خبرو له لارې حل شي او یو سیاسي جوړجاړی تامین شي.
دال وخوره د چپاتی سره جی سر