ټولنیزه برخه

زده کوونکو ته څو وړاندیزونه«لومړۍ برخه»

خالق یار احمدزی

لومړی ټولګی:
قدرمنه زدکونکیه د ۱۲خونو پیلیزې خونې ته ښه راغلې، پر دې درشل راننوتل دې مبارک شه!
دلته څوشیان مهم وبوله!
۱_نظافت «پاکوالی»
۲_د کتاب، کتابچې، قلم او بکسې ښه ساتل
۳_او پر خپل وخت درس ته حاضري.

دوهم ټولګی:
قدرمنه:! تیرکال دې له مونږ سره وخت تیر کړ، خو له ځینو نیمګړتیاو سربیره تا تقدیروو.
دلته هم باید څو شیان مراعات کړې.
د تیرکال توصیې یادې ساته؛ د مور او پلار ښه خدمت کوه او خپل استاد تر پلار کم مه ګڼه.
د سړک پر سر منډې مه وهه، بې وخته لوبو ته مه وځه او د خپل ټولګي د نظافت بشپړ خیال ساته.

دریم ټولګی:
ګرانه تاته دې د کورنۍ او همزولو سترګې در اوښتې!
ته خورا مؤدب او خوش اخلاقه یې، ټولنه پر تا فخر کوي.
ته به سږکال د تیرکال توصیو ته په پام سره، خپل خط او لوست ته ځانګړې پاملرنه کوې.
ته به په لاره کې پر مشرانو سلام اچوې، هر سهار به قرآنکریم لولې، لمونځ به نه قضاء کوې او د خپلو درسونو تکرار او مطالعې ته به بشپړه توجه کوې.

څلورم ټولګی:
ګرانه شاګرده! ښه راغلاست!
دلته ته له سختو درسونو سره مخ کیږې، سږکال به ته د تیر په خلاف له نویو او سختو مضمونونو سره آشنا شې، ته باید خپل درسونه کور کې هم ولولې او د تکرار ترڅنګ خپلې درسپارل شوې کورنۍ دندې ته ښه متوجه شې.

ګرانه د ریاضي، پښتو، دري او نور مضمونونه له تاڅخه کوښښ غواړي، هیله ده د کور په چارو کې د مرستې ترڅنګ خپلو درسونو ته هم پاملرنه وکړې.

پنځم ټولګی:
ګرانو زده کوونکو تاسو تر پنځم ټولګي راورسیدئ له دې خونې بیا تر ۱۲ ټولګي پورې ستاسو مسؤلیتونه دادي چې خپل درس په کاملې ځیرتیا سره ولولئ، له خلکو سره ښه تعامل وکړئ، استادان خوشاله وساتئ، په فرموداتو یې عمل وکړئ او له خپلو همزلو سره په درسونو کې سالم رقابت او سیالي وکړئ ترڅو په دې توګه مو د کانکور سیالیو ته له لومړي سره ښه چمتووالی نیولی وي.

په دغو ټولګیو کې په ځانګړې توګه بهرنۍ ژبې ښې تعقیب کړئ، اړین مضامین «ریاضي، ساینس، تاریخ، فزیک، کیمیا، بیولوژي او…. »په غور ولولئ او ترڅنګ یې وخت په وخت د سیمې له دیني علماؤ سره ناسته کوئ او له هغو څخه د اړینو مسائلو د پوښتلو ترڅنګ د هغوی ویناوې په غور اورئ او دهغه څه په هکله یې در غږوئ چې تاسو ته مشکوک یا هم له دیني او کلتوري ارزښتونو سره په ټکر کې وي.

په دغه مرحله کې په ځانګړې توګه د مشرانو خاطرو ته هم غوږ نیسئ او د هغوی تجربو ته په کتو سره مخ پر وړاندې ځئ!!!

له دوولسو خونو وتلیه ځوانه! د پوهنتون څلورکلنې دورې ته ښه راغلاست!

ځوانه! ۱۲کاله دې د ښوونځي بیلابیل مضامین ولوستل او له هرڅه سره دې ځان بلد کړ، اوس دې نو په عملي توګه د لوړو او معیاري زدکړو لپاره نیت کړی، خو واوره!!

دا مرحله خورا ستونزمنه ده، دلته دې هره دقیقه او شیبه واړه په حساب دي.

دلته هرڅه باید سانسور وساتې، ځان له عبثیاتو او بې ځایه کړنو او خبرو کنترول کړې او ورسره خپل درسونه په کامل شوق او ذوق ولولې.

ګوره! دلته د ناکامي پر ځای چانسونه درکوي، چې که ترلاسه دې کړل، پایله دې بیرته همدا ناکامي ده، خو ته باید دا تجربه ونه کړې.

دغه مرحله کې ستا غریب پلار او بیچاره ورور پرځان ټول مشکلات ګالي، خو تاته څو افغانۍ برابروي، څو د ستا کرایه او د درسي بهیر خرچه جوړه شي، ځکه هغوی اوس ستا راتلونکي ته هیله مند شوي او د تیرو ۱۲کلونو خورایو کوچ ترلاسه کوي.
خو ګوره! ته د کبر آس ته مه خیږه! له کوره چې وځې د دهقان پلارجان بیلچه او د مزدور ورورک لاسونه ښکلوه او د مورکۍ او مشرې خور درناوی هم مه هیروه، ځکه همدوی وه، چې دې ځای ته ستا په رسولو کې یې هر اړخیزې او نه ستړې کیدونکې هڅې وکړې.

ګوره! ته دې دا غوړ پیکی “اوربل” د دوی په مخ کې په چپه مه اړوه او مه هم د کبر په چشمو کې ورته وګوره او داسې هم ونه کړې چې د مطالعې په بهانه د پلار د سرګردانۍ خبرې پریږدې او ترې د ستړیا په احساس بهر ته ووځې.

دا بهیر ستونزمن، حساس او له ننګونو ډک دی
ځوانه! په غور ګام اخله او ددې لړۍ استادانو باندې د مکتب د دورې دهغو مشفقو استادانو ګمان مه کوه، چې تا به څه ورته ویل، درسره منل به یې، آن که به غیرحاضر وې، هم په حاضري کې یې ناسوب نه شمیرلې؛ دلته کیسه بل ډول ده! دلته استاد واقعاً د استاد رول لوبوي او د یوه آمر په توګه به یې خدماتو ته په لوړه سترګه ګورې کنه نو، په زیان دې ده.

دلته په واقعی توګه رقابت شتون لري، نو فکر دې اوسه چې همزولی، همصنفي او کلیوال ملګری دې شاته نه کړي، دلته پیغوریزه جمله د شاتګ ده، چې هیڅوک یې هم نه زغمي.

ځوانه! بریالیتوب دې غواړم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x