لیکنېنظــر

څه کول په کار دي؟!

فايز وردګ

که په جګړه چا ګټلی شوی، هيڅکله به خبرو ته نه وو ناست.
په 2001 کال کې همداسې ذهنيت موجود و ځکه خو د ځينو شعار دا وو چې طالب خوب، طالب مرده است.

طالب هم که د سل په سلو غوښتنو هيلې د زور له لاسه پوره کولی شوای، نه به امريکا راغلې وه او نه به امريکا سره د دوحې تړون ته اړتيا وه او نه ارګ سره ناستې اړينې وي.

دا چې امريکا پر دې پوه شوې چې ستونزو ته د جګړې پرته نورې لارې چارې وپلټي، ښه فرصت دی.
په کابل کې ناست واکمن او نور سياسي ډلې ټپلې د نوښت وړتيا نه لري. ځکه يې هيلې په واشنګټن پورې تړلې وي او امريکا بيا هغه څه کوي چې په ګټه يې وي ، د ارګ په قيصه کې هم نه دي.
طالب هم بايد پر دې پوه شي چې کله د ميز په سر کيني، څه به اخلي او څه به ورکوي.

د حکومت کړل، د جګړې د اداره کولو سره توپير لري ، جګړه  کې د يوه فکر ملګري را ټول وي، خو حکومت بيا د مختلفو فکرونو سره په تعامل کېږي او د ولس غوښتنو ته ځواب ويل دي.
په جګړه کې ولس ډوډۍ درکوي خو په حکومت کې ولس ډوډۍ درڅخه غواړي.

هو ځينې به د دې وړ نه وي چې په يوه ميز ورسره کينې خو اړتيا او د ولس په وړاندې مسؤوليت سړی مجبوروي چې له هر چا سره کيني او د علقمو دا تريخ غوړپ په سر واړوي.
نه له نړۍ پرته ژوند کولی شو او نه مجبور يو خپل ارزښتونه له لاسه ورکړو.

ځيني به د جګړو پر دوام اصرار کول وغواړي او د يو سوچه اسلامي نظام ارمان به لري.
خو دا بايد په ياد ولري، چې طالب د همدغه سوچه نظام په هڅو کې خپل نظام له لاسه ورکړو.

چيچنيانو ګټلې جګړه بايلوده، عراقيانو بيا عراق د ايراني ولايت فقيه په غيږه کې وروغورځولو.
هومره نه د مصري وروڼو پر شان خوشباوري په کار ده او نه د واقعیتونو څخه انکار په کار دی.

نه دا ولس د بهرني ځواکونو له وتلو وروسته د جګړو د تحمل سيک لري او د عدالت پلي کولو ته اړينه نه ده چې په لومړي سر کې يو څو د دار وړ کسان په دار کړي او له اوسه يې په ډار کړي.

سوچه اسلامي نظام يوازې د مديني نظام او راشده زمانې و، له هغې وروسته د وخت د حاکم شخصي مفکورې ته پاتې شوی، خو حاکم يې مسلمان و، يقين يې په قران و، نو نظام يې هم د اسلام و.

د ظاهر شاه حکومت سره له نيوکو اسلامي نظام و ، بغاوت پر حرام و، د نجيب او تره کې سره جګړه پر دې وه چې وطن مو اشغال و او قرآن سره په ټکر و.

په نني عصر کې تر ټولو اړين کار دا دی چې په اسلامي نړۍ کې جګړې ودريږي او نورې نړۍ سره د سيالۍ کولو جوګه توب ته ځان تيار کړي.

افغانستان دا وړتيا لري چې د اسلامي نړۍ د ازادۍ الګو او د پرمختګ لامل شي. په سيمه کې پرته له ايرانيانو نور مو د سيالۍ نه دي، چې د سيالۍ نه دې ډار هم نه دی ترې په کار په دې شرط چې په خپلو کې سره جوړ شو.

موږ بايد په ياد ولرو چې لوی لوی چانسونه مو څو ځله له لاسه ورکړي.
امان الله خان کولی شوی چې د عثمانیانو خاليګاه تر يوه حده ډکه کړي.
د روس په مقابل کې جنګیدونکو جنګياليو دا فرصت له لاسه ورکړو.
طالب يا ورته پرينښودل شو، او يا پوهيدو نه چې اوس کومه خوا راټينګه کړي.

تاريخ هم دا وايي چې افغانستان د سيمي په سترو تحولاتو کې اساسي رول لوبولی.
د امويانو سقوط له همدې ځايه پيل شو.
بيا يې دخلافت سقوط هغه وخت حتمي شو چې چنګيز له سختو کړاوونو وروسته له افغانستان څخه په تيريدو وتوانيدو.
د روس پښې چې ماتې شوې پاکستان ترې په امان شو.

مګر سره د ټولو تورو، هغو افغانانو چې ګټلې بيايې واک بل ته سپارلی اوبيا د همغه له لاسه يې سر پرې شوی.

ابو مسلم خراساني سر د منصور په لاس پرې شو، او د کابل د فتحې اتل غازي محمد جان خان د عبد الرحمن خان د تورې ښکار شو.

ايوب خان په پيښور کې د انګريز تر واک لاندې ژوند کولو ته مجبور شو.
ايران هغه وخت صفوي شو چې هوتکيان خپل واک له لاسه ورکړو.
هندوستان هغه وخت انګريز ونيولو چې د تيمور شاه اولاد په خپل منځ کې سره لاس او ګريوان شول.

راځئ موږ افغانان داځل له ګټلو وروسته هم خپل واک له ځان سره وساتو او نه داسې کړنې وکړو چې خپل افغانان مو بل ته په لاس نيولو مجبور شي.

په ځان کې د ځان جوړونې او ملت جوړونې وړتيا او حکومت کولو ظرفيت پيدا کړو.

سوچه اسلامي نظام د عدالت په پلي کولو کې نغښتی او عدالت بيا د خدای د احکامو په تعميل کې منحصر دی او د خدای پوره احکام د نظام د حاکمیت په شتون کې تکمیل دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شالو

ستاسي طرحه څه ده او طالبانو ته کوم وړانديزونه لري? که د کلياتو نه تېر شي او مشخص يي وواياست ۔ مننه

فايز وردګ

طرحه همدغو نکات په نظر کې نيولو سره جوړیدای شي.

عبدالواحد اڅګزۍ

وردګ صاحب اسلامی فتوحاتوهغه وخت سقوط وکۍ چه داسلامی ملکواقتداردقرآنکریمه ناخبروحاکمانوته په لاس ورغلۍ ما۲۵مملکته لیدلی دی دهرمملکت پرمختګ که مسلمان دۍ که کافرچه دقرآن پراحکاموعمل کړۍ دۍ په هغه اندازه ده هرڅونه چه دقرآن داحکامولیری تللی دی په هغه اندازه یی کورخراب سوۍ دۍ تورات اوانجیل عین قرآن دی فقط لکه زموږ ملایانواوعالمانوچه دانګریزانو دشیطانت په واسطه په قرآنکریم کی لاس وهلۍ دۍ یعنی قرآنکریم یی پرایښۍ دۍ اوجعلی حدیثونه یی په دین اړولی دی اووایی قرآنکریم سخت دی په حدیثو تفصیر کیږی درواغ وایی الله فرمایی : داقرآن موستاسی دپاره ډیرآسانه کۍ آیاسته څوک نصیحت قبلوونکۍ اورسول الله… نور لوستل »

طاهر ثابت

اڅکزی سیب ستاسو دحدیث شریف خبره می خوښه نسوه. هغه کسان چی نن سبا دانګریز او امریکایانو لخوا اخیستل سوی هم دا خبره کوی او ما زیات بحثونه ورسره کړی دی. مونږ مسلمانان دقران او سنت پیروان یو او پدی خاطر مونږ ته اهل سنت والجماعه ویل کیږی. حدیث شریف د پخوانیو علماوو لخوا تثبیت سوی او په هغه تحقیق باندی بنا صحیح، ضعیف او جعلی حدیث معلوم سوی او لاتراوسه دهغه په هکله تحقیق روان دی. نو ستاسو دا عام حکم چه حدیث جعلی دی او دقران تفسیر په هغه ښه نبولی دمسلمانو له عقیدی سره ټکر لری. هیله… نور لوستل »

طاهر ثابت

شه ټکی لیکل سوی دی. دا خبری ټولو افغانانو ته ښه نصیحت دی. خو نصیحت نصحت وی او هغه زیات وخت ځای نه نیسی. افغانستان اوس هم په ډیر حساس وخت کی لویدلی دی. له یوی خوا سقاویان او دیموکراتیګ دیکتاتوران دی چه اوس هم په خپل خره سپاره دی. له بلی خوا طالبان دی چه ددنیا او داخلی فریبو ته په تنها ولاړ دی. اسلامی نظام او آزادی یوازی ددوی په فراخ فکر او ښه زیرکتیا باندی بند دی. متاسفانه دوی خپله دروازه لا د نورو پوهانو لپاره نده خلاصه کړی ترڅو له زیاتو مشورو څخه استفاده وکړی. زمونږ… نور لوستل »

غوربندی

کله چې تش لاسي طالبان د الله تعالی په نصرت او د وولس په بې درېغه ملاتړ په ټینګ عزم سره هغه اشغالګر چې اشغال ته یې ځینو ضعیف الایمانه او دون همتانو د زمانې د جبر او زمان د تغیر په سترګه کتل،، د بې دریغو قربانیو په مټ شاتګ (U-Turn) ته اړ ایستل نو دا هم بعیده نه ده چې به همدې موقف ساتلو به د ګوډاګیانو له مشارکت پرته په حتمي توګه خپل هدف ته رسېږي. ان شاء الله تعالی له داسې ادارې سره چې لا هم د زور خبرې او د جګړې د غزولو هڅې جاري… نور لوستل »

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x