افغانستانسولې اړوند خبرونه

امریکا: بایډن د افغانستان د جګړې پای ته رسولو ته ژمن دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ وری، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق مطابق له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو وخت را لنډ شوی، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، بایډن لا هم د افغانستان د جګړې پای ته رسولو او د عسکرو ایستلو ته ژمن دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند «نیډ پرایس» په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې د امریکا ولسمشر له افغانستانه د ټولو پوځيانو ایستلو او هلته د جګړې په پای ته رسولو ټینګار لري او باوري دی چې د افغانستان کړکېچ نظامي حل نه لري.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې په بروکسل کې د ناټو له متحدینو سره له مشورو هم داسې جوتېږي چې هغوی د امریکا په څېر پایلې ته رسېدلي او د افغانستان په قضیه کې د نظامي اقداماتو کول ورته بې ګټې ښکاري.

د پرایس له قوله، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل به منظم او له متحدینو سره په مشوره ترسره کېږي او امریکا به ځان پر دې باوري کوي، چې افغانستان بیا ځلې د «ترهګرو په ځاله» نه بدلېږي.

امریکا داسې مهال بایډن د افغانستان د جګړې پای ته رسولو ته ژمن بولي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوې توافقنامې په اساس ټول امریکایي او ناټو عسکر باید د می میاشتې تر پیلېدو له افغانستانه ووځي.
امریکا وايي، د می میاشتې تر پيلېدو د ټولو عسکرو ایستل ستونزمن بریښي؛ خو امریکایي عسکر به تر ډېره په افغانستان کې پاتې نشي.

ورته مهال طالبان بیا ګواښ کوي، که ټول عسکر په ټاکلې نېټه له افغانستانه ونه وځي، په وړاندې به یې جګړه پيل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Is that correct? I do not think so. No, no, you are not moving out. If you move out, you cannot come back at all and therefore who would then encircle China, Iran and the rest of central Asia to target Russia If you move out, this would be the beginning of the end of Western Powers. Just wait 20 more years Afghans are not tired and they are used to bombs and rockets. They even got the mother bomb as a gift. The Achin Shinwaries were making fun of the mother bomb I know what to do, go for… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x