افغانستانسولې اړوند خبرونه

روسیې د افغان سولې پروسه کې د پاکستان هڅې ستایلې دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ وری، ۱۴۰۰ل): د روسيې د بهرنیو چارو وزیر «سرګي لاوروف» د پاکستان د پوځ له لوی درستیز «جنرال قمر جاوید باجوه» سره لیدلي او د نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان د سولې په اړه هم ورسره غږېدلی.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو د ادارې «ډي جي ای ایس پي آر» له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې سرګې لاوروف د سیمې د ثبات او له «ترهګرۍ» سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان هڅې او لاسته راوړنې ستایلې دي او د افغانستان په سولې پروسه کې يې ددې هیواد رول رغنده یاد کړی.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین په برخه کې د لا نورو هڅو ژمنه کړې او په افغانستان کې د ثبات تامین یې د ټولې سیمې په ګټه بللی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر چې په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته تللی، هلته یې د پوځ د مشر تر څنګ له خپل پاکستاني سیال سره هم لیدلي او ښایي د پاکستان له لومړي وزیر «عمران خان» سره هم وګوري.

نوموړي له پاکستاني چارواکو سره د روسیې د اړوندو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان د سولې پروسې په اړه هم غږېدلی او په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین هرکلی یې کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د افغانانو حیثت چا دی ټیټ حد ته راورساوو؟ اوس ګوری پنجابیان او روسان زمونږه په سرنوشت باندی خبری کوی. په خاطر د الله لږ پوه شی. کافران حکومت ته داسی وسلی نه ورکوی چی طالبان پری ټول محوه او نابود شی، هغه د دویم جنګ جهانی زړې طیاری یی ورکړی چی صرف کلی او بانډی پری بمبارد کړی او زمونږه خلک ووژنی، همدا شان طالبانو ته د هغوی باداران داسی وسلی نه ور کوی چی د کابل حکومت پری نسکور شی. بس جنګ جاری ساتل دی، افغان وژنه د لویو قدرتونو او د پاکستان او ایران ګټه ده. تر… نور لوستل »

غوربندي

د ګوډاګی ادارې د جنازې لپاره سیمه ایزه اجماع جوړه ده.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x