نظــر

د پروستات عملیات!!

خيرالله شينواری

ډاکټر غني تېره شپه یعنې شاوخوا ۲۴ ساعته مخکې په ارګ کې جوړې شوې یوې غونډې ته د سولې اړوند خپله طرحه وړاندې کړه، بیا سمدستي د ملي تلوېزیون له پاڼې خبر خپور شو چې ولسمشر د پروستات د عملیات لپاره په سردار داود روغتون کې بستر شو او عملیات موفقانه ترسره شول.

لومړی خو دا چې کله د پروستات تکلیف تر داسې یوې مرحلې رسېدلی وي چې باید آپرېشن یې وشي نو څنګه امکان لري چې مریض دې پدې سن او سال دومره نورمال وي چې تر عملیاتو فقط څو ساعته مخکې په یوه غونډه کې ګډون وکړي؟؟

ښه دا خو وشول، ډاکټران وایي چې د پروستات عملیات که لایزري هم وي له عملیاتو وروسته باید کم تر کمه مریض یوه اونۍ په روغتون کې د ډاکټرانو تر نظارت لاندې وي او کم تر کمه یو میاشت وخت ته اړتیا ده چې مریض بېرته نورمال حالت ته راوګرځي هغه هم له محدودیتونو سره، له عملیاتو فقط څو ساعته وروسته د ارګ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي پوسټ وکړ چې ولسمشر له روغتونه پخیر مرخص شو.

دا نو بیا څنګه د پروستات عملیات وه چې د څو ساعتونو په درشل کې هم مریض بستر شو، هم یې عملیات وشول او هم بیا رخصت شو؟؟ دا عملیات وه که د فشار یا شکر معاینه؟؟؟

ښه که ووایو چې مریض د امنیتي تدابیرو په موخه ارګ ته انتقال شو نو اوس مو تازه څلور ساعته مخکې  ولیدل چې سړی د امیر علي شیر نوایي د ۸۵۰مې کلیزې په یاد په یوه تازه ویډیو کې راښکاره شو او پدې تړاو یې خپل پیغام همدا څو ساعته مخکې خلکو ته واوراوه، یعنې سهار یې د پروستات عملیات وشول او غرمه بېرته رک روغ ویډیو ته کښېناست؟

اوس سوال دا دی چې دومره پېچلي عملیات په دومره کم وخت کې کوم ډاکټر ترسره کړل؟ ما ته خو له ډاکټر محب یا ډاکټر فضلي پرته بل داسې جادوګر ډاکټر په نظر نه راځي چې د بابا خياټان له الف تر یا داسې په هوا کړي.

د کتاب او مطالعې به یې نو څه درته وایم چې یو څوک دې ټول په شمار پنځه ساعته هم روغتون کې تېر نکړي پدې کې د پروستات عملیات هم مکمل کړي او بیا دې د څو ساعتونو لپاره دومره غټ کتاب هم له ځانه سره د مطالعې پخاطر واخلي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

څه ووایم، یو جوړ انسان هم یو ورځ الله ته وردګ لری. زه پدی حیران یم چی مونږه افغانان څنګه د پردیو د پروګرامونو ښکار یو. لږ هوښیاری پکار ده ګاونډ هیوادونه غواړی چی مونږه د ټول عمر لپاره یو بل سره جنګ وکړو، مشران مو خلک د مذهب، دین، جهاد، قوم او سمت په نوم یو بل سره جنګوی خو مونږه جاهله بی عقله له څه ناخبره یوو.

ګل احمد

دا سړی اوس په دې کارونو سره غواړي قصداً خلګو ته ځان ټګمار معرفي کړي او د ټولو توجه ځان ته جلب وساتي لکه ډاکټر نجیب او دده سره دده په دوره کي سوو جنایتونو کي ښکیل دده شریکانو او د هغه جنایتونو واقعي مفادوړونکو څخه د خلګو نظر واوړي څو هغوئ په راتلونکي وختونو کي هم د قدرت واګي په لاس کي ولري. نور د دې سړي قصه ختمه ده راسئ چي د مافیا نور ملګري یې تعقیب کړو او د هغوئ څخه هم داغسي شیرخطیان جوړ سي چي دده په شان به خپله د شا لمن خپله پورته… نور لوستل »

Khan

له تاسو سل زله شه ده عملیاتونه په اروپا او رسیدلی ملکونه خلک همداسی کوی یو ورز کی دی رحصتوی بل پرستات اویا کاله پورته خلک خپله لری ز که دی سرطان عامیل کیزی په غت عمر خلکو کی

PATTANG

الله پاک د ې دا متفکر مردار کړي چې په افغانانو هیڅ رحم نلري !

لال

پښتانه متل کوي وايي بېعقل هومره په بل نه کوي لکه په ځان

وروڼو عمل د جراحي د پروستات هسي ټوکي هم نه دي چې سړی دي ماښام عملیات و کوي او سهار دي په جلسه کي ناست وي یا دي و کولای شي چي د عملیات نه روسته سمدسي کتاب مطالعه کاندي. ما خپله یورپ کي کړی دی، درې ورځي مي نه شو کولای په چوکۍ کي کینم، ډاکټر منع کړی وم. تر ده مې عمر هم زیات کم دی. پنځوس کلن لا نه یم.

دا عوام ###دي بل څه نه دي ځیني سادګان باور هم کوي……………

دوکتور غروال

دا امریکائي عصری ساختګی متفکر ته څرګنده دی چی د افغانی غیرتی ملت زیات بی سواده او وروسته پاتی دی باالخصوص د کمونستانو قاتلو ملی خائينینو څخه او ددوی څخه وروسته ( د غیرتی ملت د ستری قربانی سره مات کړۍ شول) رنګارنګ شعده بازه مصنوعی ملایان رامینځ ته شول او دا ټولو ته څرګنده دی چی افغان غیرتی ملت صادق مسلمان ملت وو او دی او پخوا د اکثریت ملایانو صداقت باندی ئي باوری درلود اما د ۴۲ دوزخی کالونو راپدی خوا دی خائینینو شعوری ملت د قرأن پاک آیاتونو او حدیثونو په وسیله لا ژوری کندی ته خطا… نور لوستل »

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x