افغانستان

کمپاین عسکرو په خوست کې یو داسې ځوان «شهید» کړی چې واده ته یې څو ورځې پاتې وې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ وری، ۱۴۰۰ل): د خوست ولایت په مرکز اړوند«منګسو» سیمه کې د کمپاین عسکرو یو داسې ځوان له نیولو وروسته په «شهادت» رسولی چې واده یې ته څو ورځې پاتې وې.

ځايي خلک وايي، د کمپاین عسکرو درې ورځې وړاندې د «للمۍ» مدرسې درې تنه زده کوونکي په داسې حال کې چې له مدرسې نه خپلو کورونو ته روان وو د مرکز اړوند «منګسو» په سیمه کې له موټره ښکته کړي، له دوه ورځني بند او شکنجو وروسته یې په «شهادت» رسولي او جسدونه یې نن د چهارشنبې په ورځ په خوست ولایت کې د سره صلیب ملکي روغتون ته سپارلي دي.

د سیمه ییزو سرچینو د معلوماتو تراوسه د خوست سره صلیب ملکي روغتون نه د انوار الدین ولد مصباح الدین د خوست ولایت ‎علیشیرو ولسوالۍ تورو ابو کلي اوسېدونکي او عشیق الله ولد اسماعیل د پکتیا جاني خیلو ولسوالۍ ولسوالۍ اوسېدونکی او په قوم بلخیل جسدونه ترلاسه شوي او د درېیم کس جسد لا تراوسه د هغه کورنۍ ته نه دی رسېدلی.

ددې پېښې د یو تن قرباني انوارالدین خپلوان وايي، چې نوموړي کوژده کړې وه او په راتلونکو څو ورځو کې یې د واده مراسم وو، چې نن یې کورنۍ په مرمیو غلبیل جسد سپارل شوی دی.

باید وویل شي چې د خوست ولایت په مختلفو ولسوالیو کې له تیرو درې اونیو راهیسې د کمپاین په نوم ضربتي عسکرو د ملکیانو پرضد پراخ عملیات ترسره کړي، چې له امله یې ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اووښتې او سلګونه کسان د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

د سي ای اې له خوا حمايه کیدونکې ملېشې (کمپاین عسکر) چې د خوست ساتندوی ځواک باندې شهرت لري، د امريکا له خوا په افغانستان کې تر ټولو اغېزناک نظامي تشکيل بلل شوی، د بشري حقونو ټولنو له خوا پر وحشيانه او غيرقانوني کړنو تورن شوی دی. ځينې وايي چې ياد نظامي جوړښت او دوی ته ورته ملیشه یې جوړښتونه په افغانستان کې، که د زرګونو نه وي، نو لږ تر لږه د سلګونو بې ګناه خلکو د وژنې مسئولیت لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x