افغانستان

فاریاب: طالبانو په بندر کې اویا کلي نیولي دي

نن ټکی آسیا(چهارشنبه، چنګاښ ۲۵مه، ۱۳۹۳): طالبان وايي چې د فاریاب ولایت په بندر ولسوالي کې يې د دې ولسوالۍ تر اویا ډېر کلي په خپل واک کې کړي دي.
دوی وايي چې د خیبر عملیاتو په لړ کې يې پرون شپه په یاده ولسوالي کې پراخ بریدونه پیل کړي دي.
د فاریاب دولتي مسوولین هم بریدونه مني او وايي چې لا هم جګړه روانه ده.
طالبانو رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي دي چې دوی تېره شپه بریدونه پیل کړي دي چې اوس هم لا روان دي: «تردې مهال دیادي ولسوالۍ ۹۵ سلنه   سیمه دمجاهدینو تربشپړه کنترول لاندي راغلي   او تر ۷۰ زیات کلي یې ددښمن له وجود څخه پاک کړي.»
ویل کېږي  چې په یادو پرلپسې بریدونو کې د سیمې مشهور قومندان ـ قومندان وحید ـ هم وژل شوی دی. پر دې سربېره یو بل قومندان له خپلو پنځو ملګرو سره وژل شوی دی.
طالبان وايي چې په سیمه کې د اربکیانو مشهور قومندان محب الله په یوه کلا کې تر محاصرې لاندې دی.
د فاریاب عام وګړي د طالبانو له راتګه خوښ برېښي او وايي چې دوی به ورسره د سر تر قربانۍ ولاړ وي. د بندر یو قومي مخور وايی چې اربکیانو به يې کوچني زامن په زور پوستې ته بيول او شپه به یې پرې تېروله، د هغه په خبره له هره کوره به يې ډوډۍ او نور ضروري مواد په زور وړل.
دغه کس چې دنوم له ښوودلو يې ډډه کوله نن ټکی آسیا ته وویل چې د اربکیانو له ویرې يې په کلیو کې خپلې لوڼې تر اوبو هم نشوای تلای. د هغه په خبره په هر کلي کې هر پلار خپل کوچني ښایسته زامن دایران مسافر کړل، ځکه اربکیانو به نه پرېښوودل.
د یادولو وړ ده  چې د هېواد په جنوب ختیځ ولایت پکتیکا څو ورځې وړاندې د اربکیانو په عمومي قومندان عزیزالله هم سرتېری برید وشو چې تراوسه مرګي حاله پروت دی. د سیمې خلکو د عزیزالله په مرګوني ټپي کېدو یو بل ته مبارکۍ ورکولې او دا يې د ولس یوه بریا ګڼله.
ویل کېږي چې په ارګون کې پرونۍ زوروره چاودنه د عزیز الله انتقام و چې د هغه پلویانو په عام بازار کې چاودېدونکي توکي وچول او ګڼ عام وګړي يې مړه او ژوبل کړل.
د ارګون په بازار کې یو تن دوکاندار وايي چې په دې سیمه کې تر ننه یو ټک هم نه دی شوی، د لته د عزیز الله نفر ښکته پورته کېږي. دی وايي موږ هم ښه پرې پوهېږو چې دا دوی کار دی، ځکه په دوی کې چې یو ټک هم شوی غچ يې له عامو وګړو اخيستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x