افغانستان

د امنیتي ستونزو له کبله کابل ته د پاکستان د پارلمان د رئیس سفر لغوه شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ وری، ۱۴۰۰ل): افغانستان ته د پاکستان د پاکستان د پارلمان د مشر اسد قیصر سفر د امنیتي ستونزو له کبله لغوه شوی دی.

ټاکل شوې وه چې نن د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د اسد قیصر په مشرۍ لوړ پوړی پاکستان پلاوی کابل ته راشي او هلته له افغان چارواکو سره په دوه اړخیزو مسائلو خبرې کړي.

یو شمېر خبریالان چې په همدې موخه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته وربلل شوي وو، رسنیو ته ویلي داسې ښکاري چې د امنیتي ستونزو له کبله د کابل نړیوال هوايي ډګر له سهار اووه بجو راهیسې تړلی دی او ټولې الوتنې یې لغوه شوې دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق خان هم په یو ټویټ کې ویلي، چې د پاکستاني پارلمان مشر اسد قیصر د سپرلۍ الوتکه د کابل هوايي ډګر کې د ښکته کېدو په حال کې وه، چې د هوايي ډګر څارنې برج لخوا ورته د هوايي ډګر د بندېدو خبر ورکړل شو.

نوموړي دغه راز ویلي، چې د لیدنې د بلې نیټې په هکله به له دوه اړخیزو مشورو او پرېکړې وروسته خبره کیږي.

محمد صادق چې د همدې پلاوي برخه ؤ، تردې وړاندې رسنیو ته ویلي ؤ، چې په دې پلاوي‌ کې د پاکستان د پارلمان یو شمېر غړي‌ او چارواکي شامل دي.

د نوموړي‌ په خبره، د پلاوي‌ غړي به د کابل حکومت له مشر «اشرف غني» د بهرنیو چارو له وزیر «حنیف اتمر»، د ولسي جرګې له رییس «میر رحمان رحماني»‌ او نورو افغان چارواکو سره لیدنې ولري.

په کابل کې هم د حکومت له لوري د پاکستاني‌‌ پلاوي‌ راتګ ته چمتووالی نیول شوی او په لارو او واټونو کې د پاکستان بیرغونه لګول شوي وو.

د کابل نړیوال هوايي ډګر په داسې مهال د امنیتي ستونزو له کبله تړل کیږي، چې څون ورځې وړاندې طالبانو خپلو نظامي قومندانانو ته سپارښتنه وکړه، که چیرې د هېواد مختلفو سیمو کې د ملکی خلکو او طالبانو پر وړاندې د کابل حکومت او امریکايي عسکرو ګډ عملیات په سمدستي توګه ونه درول شي، نو باید چې پر وړاندې مناسب ګام پورته کړي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x