افغانستان

امریکا پر کندهار هوایي‌ ډګر د طالبانو توغندیز برید وغانده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ وری، ۱۴۰۰ل): د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزارت «پنټاګان» پر کندهار هوایي‌ ډګر د طالبانو توغندیز برید غندلی او د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي‌ تړون خلاف یې بللی.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» تېره ورځ‌ وویل، چې طالب جنګیالیو د کندهار پر هوایي‌ ډګر توغندي‌ توغولي، چې پر هدف لګېدلي‌ او «دښمن» ته یې د سر او مال دروند زیان اړولی.

د پنټاګان ویاند «جان کربي» دې پېښې ته په غبرګون کې ویلي، چې په کندهار هوایي ډګر کې د امریکا او متحدینو سلګونه پوځيان موجود دي‌ او پر هوايي‌ ډګر شوی برید که څه هم مالي‌ او ځاني‌ زیان نه لري، خو د دوحې له توافقنامې سرغړونه ده.

د کربي په خبره، د طالبانو له لوري د جګړې د شدت زیاتوالی کولای شي، د سولې د تامین لپاره رامنځته شوی فرصت له خنډ سره مخ کړي.

پر کندهار هوایي‌ ډګر د طالبانو توغندیز برید وروسته له هغه دی، چې تېره اوونۍ بهرنیو ځواکونو له دولتي‌ عسکرو سره یو ځای د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې هوايي او ځمکني بریدونه وکړل، چې د طالبانو له قوله، ولسي‌ وګړو او طالب جنګیالیو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.

طالبانو د ګډو ځواکونو له لوري‌ تر بریدونو وروسته د یوې اعلامیې له لارې ګواښ وکړ، که چېرې ګډ ځواکونه عملیات ونه دروي، په وړاندې به یې جګړه پيل شي.

د طالبانو مشرتابه نظامي کمېسیون ته امر کړی، چې د بهرنیو پوځیانو له لوري‌ د پیل شویو عملیاتو د نه درېدو په صورت کې د هغوی په وړاندې اقدام وکړي.

طالبانو تر دې وړاندې هم په بیا، بیا امریکایي‌ ځواکونه تورن کړي، چې د دوحې له تړون سرغړونه کوي‌ او په هوایي‌ او ځمکنیو بریدونو کې د دولتي‌ عسکرو ملتیا کوي؛ خو امریکایي لوری بیا دا تورونه ردوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

ډیرښه موکړی دی ماته کفارمعلوم دی که دی ګوته پخوله کی ورکه ټول لاس دی پخوله کوی الله هم په قرآنکریم کی فرمایی:که کفاروتړون مات کۍ تاسی هم ورسره وجنګیږۍ کفاردرواغجن دی پروعده وفانکوی وګورۍ پنټاګون وایی موږدفوج ایستلوته آمده یوبایډن وایی موږتخنیکی ستونزه لرو،وایی غل چه دچاکورته ورځی اول ډبره کورته ورغورځوی که کوروالوپرواپه ونکه بیاوه کورته وراوړی اولوټوی یی کفاردغسی زموږسره کوی وایی موږتخنیکی ستونزه لرومعناموږبی پروایودوتلوپه فکرکی نه یو،بایدداسی عملیات پروسی چه پوره یی ومعاهدی ته متوجه کی زموږپرکوراوربل دۍ دوی په بیشرمۍ وایی موږتخنیکی ستونزی لرو،بایدپسله دی کنفرانسونه اوناستی رد کی ورته ووایی چه تاسوپروعدووفانکوۍ ناستی… نور لوستل »

طوطی

د طالبان آزاد پریښودل شی نو جوته ده چی ټول ښارونه او ملی تاسیسات به وران لکه چی سرکونه یی وران کړی. دوی ## څخه به د څه توقع وشی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x