شعـــــرونه

سولې راشه درته سوال کړم/ عبيدالله علم

عبيدالله علم

د ناز، ادا او د نخرو دا قدمونه ورک شه
اوربند او سولې ستاسو تش خالي نومونه ورک شه

يو خوا مخلص دي‌، بل خوا وږي د قدرت ليوني
دغه بې ګټې او ګډوډ ټول مجلسونه ورک شه

کلي کورونه مو ورانيږي ارامي نه راځي
چې خون بهيږي د اوبو دغه بندونه ورک شه

ټپي ټپي بېمار به پروت يې ته تر کومه پورې
رب دې ارام کړه ای وطنه ستا دردونه ورک شه

څومره به نور ناست يو د غم په دا خپور شوي ټغر
نور د تنکيو ګل ځوانانو دا مرګونه ورک شه

د علم ژوند کې سولې راشه درته سوال کومه
زما په خاوره چې جوړ شوي دا جنګونه ورک شه

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x