ورزش

د سویلي افریقا پر وړاندې پاکستان د یو ورځنیو سیریز په خپل نوم کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ وری، ۱۴۰۰ل): پاکستان سویلي افریقا لوبډلې ته د پنځوس اوریزو په دریمه او پریکړه کونکې سیالۍ کې د ۲۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه او یاد سیریز یې په ۲-۱ په خپل نوم کړ.

دغه لوبه چې د سویلي افریقا په سینچورین ښار کې ترسره شوه او د پاکستان له لوري یو ځل بیا فخر زمان سلیزه ووهله او بابر اعظم ۹۴ منډې وکړې.

په دریمه لوبه کې سویلي افریقا پچه وګټله او لومړی یې پاکستان ته د توپ وهنې بلنه ورکړه، د پاکستان پېلیز توپ وهونکو غوره پېل وکړ، چې امام الحق له ۵۷ منډو جوړولو وروسته وسوځېد، خو فخر زمان بابر اعظم سره ملګرتیا ته دوام ورکړ.

فخر زمان له سلیزې وهلو سمدستي وروسته وسوځېد، خو وروسته کوم لوبغاړی په غوره توپ وهنه بریالی نشو، خو حسن علي په وروستیو کې چټکې ۳۱ منډې وکړې، په دې سره یې سویلي افریقا ته د ۷ ویکټو په سوځېدلو ۳۲۱ منډې هدف وټاکه.

سویلي افریقا په ځواب کې ښه پېل وکړ خو وروسته یې ویکټې له لاسه ورکړې، که څه هم کایل ویریین او انډیل پیهلوک وایو ملګرتیا وکړه، خو ونه توانېدل ټاکلی هدف بشپړ کړي، دوی په ۵۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۲۹۲ منډې جوړې کړې. ددوی له لوري یانیمن ملان هم غوره ۷۰ منډې وکړې.

د سویلي افریقا یو شمېر غوره لوبغاړو (کوینټن ډي کاک، کاګیسو رباډا، انګیډي او داسې نورو) د هند غوره لیګ په خاطر وروسته ملي لوبه پریښوده او هند ته روان شول.

بابر اعظم په غوره ۹۴ منډو د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو، دغه راز فخر زمان چې په سیریز کې یې د ۱۹۳ منډو سربېره یې ټولې ۳۰۲ منډې جوړې کړې، د سیریز د غوره لوبغاړي په حیث ونومول شو.

د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې بابر اعظم ویرات کوهلي شاته پریښود او د یو ورځنیو لوبو لومړی توپ وهونکی شو، دغه راز فخر زمان هم ۱۲ مقام ته پورته شوی دی.

باید وویل شي چې د دواړ لوبډله ترمنځ به د دوه شل اوریزو سیالۍ د اپریل په لسمه نېټه پېل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x