افغانستان

د پاکستان د پارلمان مشر د یوه پلاوي‌‌ په مشرۍ کابل ته راځي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ وری، ۱۴۰۰ل): د پاکستان د پارلمان مشر «اسد قیصر» د یوه دولتي‌ پلاوي‌ په مشرۍ کابل ته راځي او د حکومت له چارواکو سره د دوه اړخیزو موضوعاتو په اړه غږېږي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی «محمد صادق» چې د همدې پلاوي برخه دی، رسنیو ته ویلي، چې په دې پلاوي‌ کې د پاکستان د پارلمان یو شمېر غړي‌ او چارواکي شامل دي.

د نوموړي‌ په خبره، د پلاوي‌ غړي به د کابل حکومت له مشر «اشرف غني» د بهرنیو چارو له وزیر «حنیف اتمر»، د ولسي جرګې له رییس «میر رحمان رحماني»‌ او نورو افغان چارواکو سره لیدنې ولري.

په کابل کې هم د حکومت له لوري د پاکستاني‌‌ پلاوي‌ راتګ ته چمتووالی نیول شوی او په لارو او واټونو کې د پاکستان بیرغونه لګول شوي دي.

دغه پلاوی داسې مهال کابل ته راځي، چې د افغان سولې خبرې یوه پریکنده پړاو ته ننوتونکې ښکاري‌ او ښایي روانه میاشت د ترکیې په ناسته کې په همدې تړاو مهمې پرېکړې وشي.

پاکستان وایي،‌ د افغانستان له سولې پروسې ملاتړ کوي‌ او په افغانستان کې د ثبات تامین د ټولې سیمې او ګاونډ په ګټه بولي.

تر دې وړاندې د کابل حکومت د ولسي جرګې یوه پلاوي له اسلام باد لیدنه کړې وه او د پاکستان لومړی وزیر هم کابل ته راغلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Rohullah

که دافغانستان سولۍ لپاره وي او یا نورو تجارتي اړیکو لپاره خو بیا سمه ده کنه نو پاکستان خو اوس هرچاته معلوم دی څنګه يوهیواد دي اوکوم ډول پولیسې لري.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x