ورزش

فیفا د پاکستان فوټبال فدراسیون غړیتوب وځنډاوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ وری، ۱۴۰۰ل): د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د پاکستان فوټبال فدراسیون غړیتوب د نامعلوم وخت لپاره ځنډولی دی.

د فیفا له لوري په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې دوی دغه ګام په پاکستان کې د دوه فوټبال ډلو ترمنځ د روانې شخړې له امله پورته کړی دی.

د فیفا د شورا دفتر په ورکړي بیان کې زیاته کړې چې د پاکستان فوټبال فدراسیون غړیتوب په چارو کې د دریمې ډلې مداخلې له امله سمدلاسه وځنډول شو، کوم چې د فیفا له اساسي قانون څخه ښکاره سرغړونه ده.

فیفا وایي، دا وضعیت هغه مهال رامنځته شو کله چې د لاریون کونکو یوې ډلې په لاهور کې د پاکستان فوټبال فدراسیون په مرکزي دفتر حمله وکړه او د هارون ملک په مشرۍ یې بله کمیټه جوړه کړه، چې د فیفا له لوري جوړه شوې کمیټه یې لرې کړه او ددې چارې یې د نوې کمیټې مشر سید شفقت حسین ته وسپارلې.

د فوټبال نړیوال فدراسیون وایي دغه بندیز به تر هغې دوام وکړي تر څو پر پاکستان فوټبال فدراسیون مرکزي دفتر بیرته د فیفا لخوا جوړه شوې کمیټه قبضه وکړي او د ودانۍ، حسابونو، اداري او مخابراتي سیستم بشپړې چارې په خپل واک کې واخلي.

باید وویل شي چې له دې وړاندې هم د فیفا له لوري د خبرداري یو لیک استول شوی و، چې په کې د لاریون کونکو قبضې د لرې کولو او دفتر د فیفا له لوري ټاکلې کمیټې ته سپارلو خبرداری ورکړل شوی و، خو دغه وضعیت بدلون ونه موند او بالاخره فیفا د پاکستان فوټبال فدراسیون غړیتوب وځنډاوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x