نظــر

د حاجی محقق بدچانسی!

حاجی محمد محقق وحدت ګوند کی دهزاره توکم په منځ کی پیژندل شوی جهادی مشر دی چی دعبدالعلی مزاری وژل کیدو ورسته دنوموړی دځای ناستی په توګه دطالبانو د واکمنی نه تر دی مهال، ظاهرا د هزاره قوم د مشری ادعا کوی.

په ټولیزه توګه په افغانستان کی په ځانګړی توګه هزاره قوم په مینځ کی سیاسی او قومی مشرتابه  د سنتی باورونو او عنعناتو له مخی ټاکل کیږی، دی ډول غوراوی کی اهلیت او علمی پوهه نده مطرح نولامل یی هم دادی چی حاجی محمدمحقق د نورو قومی مشرانوپه توګه د منیت مصلی او شروط الصلات فرعیاتوپوهی کچي پربنسټ د اولس سیاسی اوټولنیزه برخلک ټاکی تردی بریده چی زینی متعصب مذهبی هزاره ګان هغه ته دشیعه ګان دامام حضرت حسین (ع) روح انتساب هم کوی.
البته دمشراتابه دارنګه عنعنوی غوراوی دافغانستان په ټولوقومونوکی عمومیت لری.

محمد محقق د ۱۳۸۸ کال ولسمشریزوسیالی پرمهال دحامدکرزی څخه خپل مستقیمه ملاتړ اعلان کړ،اودټاکنیزومنډوتړلوپرمهال یې پرپک پک هزاره ږغ وکړچی خپله رایه داسلامی مسولیت له مخی دحامدکرزی صندوق ته واچوئ.

نوموړی هماغه وخت ځان عبدالعلی مزاری چی هزاره توکوم ورته (به به) وایی ځای ناسته اوپه ټولیزه توګه دهزاره قوم مدافع اوحق غوښتونکی وباله اوژمنه يې وکړه چی هزاره قوم به له تاریخی محرومیت وژغوري.

۱۳۸۸کال انتخاباتی سیالیوپرمهال حاجی محمدمحقق دکرزی په ګټه بلخ ولایت کی خپلوپلویانوته ویناپرمهال په ډاګه کړه کرزی دبریاپه صورت کی وعده ورسره کړی چی په سیاسی جوړښت کی به هزاره قوم ته څلوروزراتونه،بهرکی افغان میشت پنځه سفارتونه به په ویش کی ورکړی،نوموړی په خندخندا ټوکه وکړه هیله لری چی کرزی ورسره ناځوانی ونکړی اودبریاپه صورت کی خپلې ژمنی عملی کړی.

کرزی په ټاکنوکی بریالی شواما دحاجی محمدمحقق خنداخنداټوکی په واحقیت بدل شوی ولسمشرکرزی بلکل هیرکړ اودنومړی پرځای یې اصلاح پلوه زیرک هزاره توکم مشراستادکریم خیلی یې پرځای ددوهم مرستیال په توګه ته دسیاسی چانس زمینه برابره کړه اوحاجی محقق دسیاسی قدرت دهیلواوخوبونوسره ناهیله اوتنهاپاته شو اودتقدیرلاتری دکریم خلیلی سره ملګری شو.

حاجی محمد محقق دولسمشرکرزی دواکمنی پرمهال دکرزی څخه دغچ اخیستنی په موخه تندی تندی ویناوی کولی،په سیاسی اوټلویزیونی ناستوولاړوکی کرزی په ظالمه اوجابره سلطان تشبیه کاوه چی په افغانستان کی قومی اقلیتونوته پاملرنه نه کوی.

محقق همدارازپه تیروورستیوکلونوکی کوښښ وکړچی دخپل سیاسی اوټولنیزمقام دپیاوړتیااوخوندیتوب په موخه دیوشمیرتاریخی روایاتوپه نقل خصوصاد دمیدان وردګوولایت دبهسودولسوالی میشتو کوچایواوهزارګان ترمنځ دقومی اختلافاتودمدافع په توګه احساسات ګرم وساتی،ترڅوورستیوټاکنوکی بیا بخت ورسره بدچانسی ونکړی.

روانی کال ټاکنوکی حاجی محمد محقق یوځل بیا لسټونی راپډ وهلی ترڅوسیاسی قدرت تصاحب کړی په روانه ټاکنیزوسیالیوکی دجمعیت پلوه ګند نوماند ډاکټرعبدالله عبدالله داصلاحاتواوهمپالنی ډلی څخه خپل ملاتړاعلان کړ.

داځل محقق پرځان اوخپل پر‌ډلی پوره باوری ووچی د۱۳۹۳ کال ټاکونکی پایلی به داصلاحاتواوهم پالنی په ګټه وی.

نوموړی داځل دغزنی ولایت دجاغوری ولسوالۍ هزاره میشتواوسیدونکی ته په ویناکی ژمنه وکړه چی دبریاپه صورت کی به دجاغوری ولسوالی په ولایت تبدیله کړی اودافغانستان په ګوټ ګوټ کی به هزاره قوم ته رسونه وکړی محقق غزنی کی دانتخاباتی سیالی پرمهال یوځل بیا په قهر اوطنزګونی ډول وویل:دیګروخت ارګ نشینی ، انحصاردرارګ ورفتن باطیاره های به پایان رسیده انشا الله ماپیروزمیدان هستیم.
د۱۳۹۳ کال دغبرګولی ۲۴ نیټی ولسمشریزپایلی اعلان وښودل چی حاجی صیب محمد محقق داځل هم ناکام وخوت اوچانس ورسره ناځوانی وکړه اوددوهم ځل لپاره یې هیلی په ناهیلی مبدل شوی.

کله چی دټاکنودپایلوداعلان ورسته داصلاحاتواوهمپالنی مشرعبدالله عبدالله دټاکنودخپلواک کمیسیون سره خپل پریکون اعلان کړ حاجی محمد محقق رسنیوسره یوځل بیا ولسمشرکرزۍ ددوام اوتحول ډلی مشرډاکټراشرف غنی په پلوی تورن کړاوګواښ يې وکړچی دوی ته دټاکنو ورستی پایلی دمنلووړندی.

بلی لوری ته ددوام اوتحول ډلی بیا دپایلوپه لومړی پړاوکی ځان ګټونکی اعلان کړاوټینګاریې وکړ چی دټاکنوخپلواکه کمیسیون ورستی فیصلی ته سترګی په لاره دی.

په روان بهیرکی داصلاحاتواوهمپالنی،تحول اودوام ترمنځ دپالیوپرسرناندریوزورواخیست  دواړولورویوبل پروړاندی دتقلب په توروسندونه وړاندی کړل حتی داصلاحاتواوهمپالنی ډلی  په غوښتنه اونړیوال ټولنی دفشارله وجی دټاکنوخپلواکه کمیسیون ددارلانشاُ مشرضیاالحق آمرخیل له دندی استعفا وکړ،بیاهم معترضی ډلی خاطرآرامه نشوداووچی لومړی ځل لپاره داصلاحاتواوهمپالنی یوشمیرکړیودحاجی محمد محقق په ګډون دموازی حکومت اویاهم ائتلافی واک غوښتنه مطرح کړه هغه طرح چی محقق يې ودی ته هیله مندکوی چی سیاسی قدرت خپل کړی اما داځل بیاهم سیاسی معادله سرچپه شوه  دامریکي دبهرنیوچاروزارت اوپه افغانستان کی دملګروملتونواستازی دعبدالله عبدالله اوډاکټراشرف غنی احمدزی ترمنځ مینځګړیتوب وکړ چی په ترڅ کی یې دواړولوردنورشرطونوپه وړاندی کولوسره ژمنه وکړه دبریاپه صورت کی به ګتونکی نوماند بایلونکی ډله دملی یوالی حکومت کی دګډون په موخه بلنه ورکوی اوپه ګډه سره به دملی یوالی حکومت رامنځ ته کوی داسی یوحکومت چی محقق ورته دائتلافی حکومت معنی ورکوی.

که څه هم افغانان،مدنی اونړیوالی ټولنی افغانستان اوسنیوشرایطوته په پام دروان ټاکنودپایلیوپرسردکړکیچ دپای ته رسولوپه موخه دسیالوډلوترمنځ دجوجاړی هرکلی کوی خوولسمشری ټاکنوته نوماندعبدالله عبدالله دوهم مرستیال حاجی محمدمحقق  وایې د (ملي یووالي) حکومت کې به بریالی نوماند ولسمشرکرزی کیږی او ناکام به یې د (اجرایوي شورا) مشر وي، نوموړی زیاته کړه چې دا موافقه د جان کري په منځګړيتوب جوړه شوی ده.
په همدی حال کی دتحول اوتداوم ټاکنیزه ډله چی مشری يې اشرف غنی احمدزی پرغاړه لری وایې،دملی یوالی حکومت دائتلافی حکومت په معنی نه بلکی دبایلونکې ډلی لایق کدرونه به دتخصص اواستعدادله مخی ددوی په دولت کی ورګډشی نه دسیاسی قدرت دویش بربنسټ.

که رښتیاهم راتلونکی سیاسی ویش دتخصص اووړتیاپرله مخی وی،نوداکاربه جهادی مشر حاجی محمد محقق راتلونکی سیاسی برخلیک نامطلوب لوری ته هدایت کړی،هغه انتخاب چی شاید هیڅ وخت دنوموړی له لوری يې انتظارنکیدی.

نعمت الله اسحق زی
بهرنیوچارووزارت
۱۳۹۳/۴/۲۳

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x