ورزش

د هند غوره لیګ سیالۍ سبا جمعه پېلیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ وری، ۱۴۰۰ل): د هند غوره لیګ (آی پي ایل) دیارلسم پړاو سیالۍ سبا د جمعې په ورځ د هند په چنایي ښار کې پېلیږي.

ددغه لیګ په لومړۍ لوبه کې به د تېر پړاو اتلوله لوبډله ممبۍ انډینز د رایل چیلنجر بنګلور پر وړاندې د خپلې تېرې اتلولۍ دفاع کوي.

د تېر په څېر به یو وار بیا د کرکټ په دغه ستر لیګ کې درې افغان لوبغاړي (محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن) خپل جادویي کردار وښيي.

محمد نبي او راشد خان له تېرو دریو کلونو راهیسې د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې سره لوبیږي، خو مجیب الرحمن چې د پنجاب لوبډلې پریښود په لومړي وار په دغه لوبه کې ولوبیږي.

د حیدر اباد لوبډلې د درې افغان لوبغاړو شتون لپاره خوښي ښودلې او دا یې د نورو لوبډلو لپاره تر ټولو زیات خطرناک بللي دي.

دوی به خپله لومړۍ لوبه د کلکتې لوبډلې پر وړاندې د اپریل په ۱۱مه د یکشنبې په ورځ ترسره کوي، چې د افغانستان پر وخت د ماښام ۶:۳۰ بجې پېلیږي.

باید وویل شي چې د هند غوره لیګ سیالیو لومړۍ لوبه به د ممبۍ انډینز او رایل چیلنجر بنګلور ترمنځ ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx