
باڼه او خاورې/ عامر
ابو احسان عامر
څنګه پۀ يو او بل را مات ښکاري باڼه او خاورې
د ډرون ګوزار دی سوځېدلي دي رانجه او خاورې
په وينو لیک د عشق نوم دی د سینې پر پاڼه
څو يوسف مخي دي راړنګ لکه ويده او خاورې
یاره! په یاد دي داسې خوښ یمه ترې نه بېلېږم
لکه یو بل سره لوبيږي چې واړه او خاورې
ها بشر دوست خو بېګا بیا دلته چاپه وهلې
ځکه پر کټ وړو هديرې ته کوربانۀ او خاورې
عامره! هجر وي د ښکلو مزارو ته لاړ شم
رپي جنډې څۀ خاطرې زه یم خوالۀ او خاورې