ټولنیزه برخه

استادانو ته توصیې او وړاندیزونه«دوهمه برخه»

خالق یار احمدزی

ددې لړۍ په لومړۍ برخه کې د «زده کوونکو ته خو وړانديزونه» تر سرليک لاندې يوه ليکنه خپره شوه چې اوس يې دوهمه برخه لولئ.

استادانو ته توصیې او وړاندیزونه:
قدرمنو استادانو تاسو زمونږ او زمونږ د ماشومانو زده کوونکو معنوي پلاران یادیږئ، تر هرڅه زیات ستاسو احترام اولویت لري، ځکه د خدای ج پیغمبر ص تاسو غوره بللي یاست نو باید د خپلې دندې مهمو اړخونو ته هم پاملرنه وکړئ.

۱_ښوونه:
لکه څنګه چې ستاسو مهمه دنده د ښوودلو یا تعلیم ورکولو ده، نو هیله ده خپلو زده کوونکو ته په هغو میتودونو زدکړه ورکړئ، چې هغوی ترې څه ترلاسه کړي.

هر درس په زده کوونکي حتی الامکان تکرار شي او تر هغو له زدکوونکي سره مرسته وشي، ترڅو ډاډه شئ چې درس یې اخیستی او ورسره کړې خواري مو بېځایه نه ده.

له زده کوونکو د کورنۍ دندې د حتمي غوښتلو، د حاضري اخیستلو او درسي ساعت ته په وخت رسیدلو چاره باید عملي بڼه خپله کړي؛ ترڅنګ یې باید د ناسوبو زده کوونکو لپاره داسې لارې چارې په نظر کې ونیول شي، چې نه د هغوی د زړه توري لامل شي او نه یې هم د پارونې لکه: « د صنف صفاء کول، ددرس څوځلي تکرار، د زیات خط لیکلو فرمایش، د زدکوونکو مخکې د بښنې غوښتلو هنر او….. کوم چې استاد ته ښه ښکاري»
مطالعه د هر درس لپاره ضروري او لازمي عنصر دی چې باید له پامه ونه غورځول شي.

طبعي ده کله چې شاګرد کوښښ نه کوي، استاد ته هم پر مطالعه بوختیا بېځایه هڅه ښکاري، خو نه!
ته باید د زده کوونکي ترڅنګ د خپلو مالوماتو د بډاینې فکر هم له ځانه سره ولرې.

د خپلو اړوند کتابونو لپاره د مطالعې ترڅنګ ته باید هر اړخیزه مطالعه هم ولرې، ترڅو درسي چاپیریال کې مو شاګردان له مختلفو مالوماتو برخمن شي.

فصاحت د استاد لپاره شرط دی او ته باید په خورا فصیحه ژبه، جهوري صوت او جلبوونکو، هڅوونکو کلماتو درس پیل او مخته یوسې؛ ځکه که استاد فصیحه ژبه نه درلوده، نو که خروار علم ولري هم، اخذ ترې مشکل کار دی.

جرأت بله مهمه ځانګړنه ده چې باید ته ترې برخې نه وې؛ که ستر او لویان شاګردان دې مخې ته ناست وي، ته یې باید د یوه شاګرد په توګه فرض کړې او پر ځان هیڅ راز تأثیر یا فشار ونه منې..

خپل درسي چیپټر “رساله ” یا کوچنی د یادداشتونو کتاب هر وخت لیکه، یو خو به اوس او راتلونکي درسره زیاته مرسته کوي، ورسره به ستا له تاسو څخه د ښو اثراتو یو نمونوي میراث وي.
چې د پیړیو لپاره به دې دا ارزښتناک خدمت ژوندی پاتې وي.

روزنه:
استاده! د شاګرد د ښوونې ترڅنګ د روزنې مهم بخش هم ستا پر غاړه دی، ځکه همدا ستا شاګرد د یو چا د غیږې او د چا د اوګې نازولی بچی دی، نو د هغوی«مور اوپلار» روزنه پرې کوم ځانګړی اثر نه لري، چې اړینه ده، ته یې باید د بیلابیلو میکانیزمونو له لارې داسې وروزې، چې هم د مور او پلار ادب زدکړي، هم د ښو اخلاقو تربیه ترلاسه کړي او هم ستاسو او ستاسو د ښوونځي په نیکو شاګردانو کې حساب او راتلونکي ته د ښه مسؤلیت منلو جوګه شي.

خپل شاګرد په نه جرم او د خلکو پر وړاندې مه تحقیروه، ځکه دا د هغه د پارونې او زړه توري لامل جوړیږي.
هیڅکله د شاګرد په مخ کې په قهقهه او کړس کړس مه خانده او مه یې په مخ کې ټوکې ټکالې کوه، چې دا کار دې بیا درسي اثرات او رامنځته شوی هیبت او عزت لمنځه وړي.
د درس وخت پرمهال له دنیایي خبرو او هغو بحثونو ډډه کوه چې له درسي چاپیریال سره نه ښایي.
د خپلو شاګردانو په مخ کې نور استادان په بده مه یاده او مه یې غیبت کوه، ځکه همدا شاګرد چې ته یې خپل مخلص بولې، د بل استاد لپاره هم په همدې کچه اخلاص لري.
خپل شاګرد تقوا او دیانت ته هڅوه او داسې په کنترول کې یې ساته چې سبا په پردیو افکارو او عقایدو درڅخه منحرف نه شي، ترڅو خدای مکړه، بیا د هغه کړنې سبا ورځ ستا او د ټولنې په ټنډه ستر پیغور پاتې وي.

هڅه کوه، په میاشت کې د اسلامي معلوماتو په برخه کې یوه دیني تمریناتي سیالي دایره او د غوره شاګردانو په اعلان سره هغوی دې کار لا ته تشویق کړې؛ اړینه چې هغوی په انعاماتو او جوایزو هم ونازوې، که په دې برخه کې د اړوند ادارې لخوا مرسته نه وي، نو یې له شاګردانو ټولې، خو هغوی ته پرې جوایز وپیره.

د شاګردانو د نظافت کتنې ترڅنګ، د هغوی اخلاق هم ارزوه او وخت په وخت یې ګوشمالي کوه، ترڅو له مسیره کاږه نه شي.

وخت ناوخت هغوی ته د مشرانو عالمانو، مشهورو ساینسپوهانو، تکړه کسبګرو او سترو شاهانو تاریخي کیسې کوه، ترڅو په کې د پلرني غیرت او شجاعت وږمې وچلیږي او خپل راتلونکي ته ځیرشي.

ګرانه استاده! منم چې ستا میاشتنۍ تنخوا به د نشت برابر وي، په داسې حال کې چې د همغو شاګردانو چې ستا له ټولګي وتلي او دا مهال په لوړوپوسټونو دندې مخته وړي، لوړترین معاش وي؛ خو ته مه خپه کیږي، ستا خدمات د ولسونو نه دي هیر، ټول دې حمایه کوي او ستا د نه ستړې کیدونکو خدماتو له کبله ستا د ټولې کورنۍ قدر کیږي.

هیلې زیاتې شته چې یو وخت به همدا دا ستا د شاګرد “لوړ رتبه چارواکي” او ستا معاش یوشان او لا ترې نه لوړ وي، ځکه ته یې چې ملتونه روزې او ښه مسیر ته یې سوق کوې او همدا ستا قدر هغوی پیژني چې هیواد او وطن ته ژمن خلک دي.
په آخرت کې هم درته د دې خدماتو په بدل کې د نعم البدل غوښتونکي یو.

رب دې درنه راضي شي استاده!

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x