افغانستان

ولسي جرګه: کابل ته د پاکستان د پارلماني هیئت د سفر «موانع» څیړو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ وری، ۱۴۰۰ل): د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني وايي، له څېړنو وروسته به هغه حکومتي څېرې افشاء کړي، چې کابل ته د پاکستان د پارلمان د مشر اسد قیصر د سفر د مخنیوي لپاره یې «خنډونه» ایجاد کړي وو.

په هغه رسنیزه خبرپاڼه کې چې د ولسي جرګې د مشر میر رحمان رحماني له دفتر خپره شوې، راغلي، چې کابل ته د پاکستان د پارلمان د مشر اسد قیصر د سفر ټول جزیات د ولسي جرګې لخوا اړونده حکومتي او امنیتي بنسټونو سره شریک شوي وو، ترڅو هغه ته د سفر آسانتیاوې، امنیتي او تشریفاتي تدابیر ونیسي.

په اعلامیه کې له دې امله خواشیني څرګنده شوې، چې په خبره یې د حکومتي چارواکو لخوا د کابل نړیوال هوايي ډګر په «ځغاستلیکه» کې د امنیتي ګواښونو په «پلمه» یې د اسد قیصر او هغه سره د مل پلاوي د سفر مخه ډب کړې ده.

د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني یادونه کړې چې د ښاغلي «قیصر» سفر به دوهم ځلي افغانستان ته تنظیموي.

ددې ترڅنګ نوموړي د راتلونکې شنبې په ورځ به د ولسي جرګې په «فوق العاده» غونډه کې د لوړ پوړو امنیتي چارواکو په وړاندې دغه مسئله په جدي توګه وڅیړي، که کوم «جهتونه» په دې قضیه کې ښکیل وبلل شول، نو قانوني چلند به ورسره کیږي.

د خبرپاڼې په پای کې نوموړي یوځل بیا یادونه کړې، چې د پورتنیو ادعاوو څیړنه کوي او په خبره یې که چیرې کومه «مغرضه» حکومتي کړۍ او یاهم چارواکي په یاده قضیه کې ککړ ثابت شول، نو دوی به یې ولس ته افشاء کوي.

باید وویل شي چې نن د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د پارلمان د مشر اسد قیصر او ورسره مل پلاوي د سپرلۍ الوتکه د کابل نړیوال هوايي ډګر له فضاء څخه د امنیتي ګواښونو له امله بیرته پاکستان ته ولیږل شوه.

که څه هم حکومتي چارواکو په لومړیو کې په دې هکله له څه ویلو ډډه کوله؛ خو د ورځې په وروستیو کې د کابل نړیوال هوايي ډګر قومندان ریاض آرین وویل، چې د هوايي ډګر دننه تر یوې ودانۍ لاندې چاودونکي توکي اېښودل شوي وو، د کومې له کبله چې د پاکستان د پارلمان د مشر اسد قیصر سفر لغوه شو.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه نن د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د پارلمان د مشر اسد قیصر او افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق په ګډون یو لوړ پوړی پاکستانی پلاوی کابل ته راشي او دلته له پارلماني وکیلانو او حکومتي چارواکو سره د افغانستان په روان وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې او بحثونه وکړي؛ خو د کابل هوايي ډګر کې د امنیتي ستونزو له کبله یې دا سفر لغوه شو او ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکې کې دغه سفر له سره تنظیم شي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x