نظــر

یوه پوښتنه / عبدالمالک همت

لیکوال: عبدالمالک همت

زموږ د ټولني د خلکو په باب خو نو موږ ډېره ښه معلومات لرو؟

ښه خلک خامخا لرو ، خو داسي خلک هم را پکښي سته چي «تر شير يې په ښوروا خوشاله دي».

سوال: روسانو زموږ هيواد اشغال کړ او ګوډاګيان يې خاينان وه. نو د دغه اشغال او د هغه د ګوډاګيانو په وړاندي بايد څه سوي وای؟

جهاد او مبارزه . دا خو وسوه. واقعيت دادی چي په دې مجاهدينو کي هم ښه خلک وه او هم بد. بدو دغو ښو مجاهدينو ته او په تېره زموږ هيواد ته نه جبيره کېدونکي تاوانونه ورسول، نو اوس بايد موږ د ښو او بدو له تميز پرته د بدو او خاينانو سره ښه خلک هم بد وګڼو؟ نه دا کمال نامردي او ناځواني او له حق څخه سترګي ټول دي.

بل سوال: امريکايانو د جګړو له امله پر دې  پرهر ـ  پرهر هيواد او خلکو، په ناځوانۍ او لوی وحشت سره تېری وکړ،  تر اوسه هم ګران هيواد د هغو تر اشغال لاندي دی او ګوډاګيانو يې پر موږ د سيف الملک  خوارۍ راوستې او اوس هم دغه خيانتونه په درز روان دي، نو د دغه اشغال او د هغه د پلويانو په مقابل کي بايد افغانانو څه کړي وای؟  دا اشغال مو منلی وای ؟ نه هيڅکله نه !

بايد د دې نيواک پر ضد جهاد او مبارزه او له دې ښکېلاک څخه د ژغورني هلي ځلي سوي وای، نو دا جهاد او هلي ځلي کومو کسانو وکړې ؟ او چا دغه جهاد ته ورودانګل ؟

ډېرو کسانو له ډېر پخوا څخه د اسلام د ننګي او هيواد پالني ډبري پر سينه ډبولې، خو چي وخت يې راغی د دوی د تشو ادعاوو برعکس د اشغالګرو سره ودرېدل او په دې وير او ماتم کي يې ځانونه د ارګا او بارګا خاوندان کړل او مليونران سول.

کومو چي د امريکې د اشغال پر ضد جهاد ته ور ودانګل، په هغو کي ښه خلک هم سته، د جهاد د لګښتونو لپاره نورو ته اړ هم ول، بد خلک او ناپوهان هم هرو مرو پکښي سته.

نو دا جهاد چا وګړ؛  سيکولرانو، کمونيستانو، د اردو منسوبينو، هوسا ناستو، حمله او توبره کوونکو او که بدو خلکو ؟

جواب هرومرو دادی چي دا جهاد په دې دغومرو ستونزمنو حالاتو کي او زموږ د دغسي بدو خلکو په شتون کي هغو کسانو کړی دی چي په رښتيا سره  اسلام او د خپل هيواد  لوړو ګټو ته ژمن وه او دي.

او دا خو به نو هم درمعلومه وي چي په هيڅ قانون په دغسي شرايطو کي ښه خلک د بدو په ګناه نه نيول کېږي.

اوس نو يوه معقول انسان ته وړ ده چي د ښو او بدو له تميز پرته د بدو او خاينانو سره ښه خلک هم بد وګڼي او ډول ډول ناروا خبري او تومتونه پر ولګوي او د بدو خلکو په ګناه يې ونيسي؟

ښه داده چي موږ د دښمنانو د تبليغاتو (چي ملياردونه ډالر پر لګوي) تر اغېز لاندي رانه سو او معقول قضاوت وکړو ، ښو ته ښه ووايو او بدو ته بد. اګر درخانه کس است همين قدر بس است.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

أَفَمَن زُیِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ فَرَآهُ حَسَناً فَإِنَّ اللَّهَ یُضِلُّ مَن یَشَآءُ وَ یَهْدِى مَن یَشَآءُ فَلَا تَذْهَبْ نَفْسُکَ عَلَیْهِمْ حَسَرَاتٍ إِنَّ اللَّهَ عَلِیمٌ بِمَا یَصْنَعُونَ سوره فاطر آیات ۸:معنی:چه ښایسته کړۍ سوده ته خراب عمل دده پس ده ولیدۍ هغه ښه نوبشکه الله ګمراه کوی هغه څوک چه دۍ وغواړی اولاره ښیی چا ته چه دۍ وغواړی پس ځان دی ولاړنسی پردوی باندی له افسوس نه بیشکه الله پوه دۍ په هغه څه چه دوی یی کوی. دمځکی اواسمانودټولواموروتدبیراوانتظام الله تعلی ج کوی دادانسان دعقل اوشعورڅخه بالادی اودهدایت دپاره ددی علم ضرورت نسته ددی دپاره اجمالی ایمان(کافی) پکاردۍ چه… نور لوستل »

طاهر ثابت

اڅکزی سیب دآیت شریف په ترجمه پوه نسوم. دا کومه ژبه ده چه مطلب ځنی اخیستل ډیر ګران دی؟

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x