شعـــــرونه

سلګۍ/ شکن خروټی

شکن خروټی

آخ د وحشت لمبو یې بیا د زړه نړۍ واخیسته
د ورور د قبر سرته کېناسته، سلګۍ واخیسته

هو دا به ستا یاد و، هو دغه به هم ستا خاطر و
چې د خپل درد له انتهاء نه مې خولګۍ واخیسته

یو خوار یتیم، په غریو نیولي غږ راغاړې وتو
بې رحمه جنګ مې هم بابا او هم ابۍ واخیسته

بې درده نه وم د تعبیر مې بله ژبه نه وه
ما ستا د مرګ د ویر لمانځلو ته شپېلۍ واخیسته

موږ بدنصیبه په پردۍ جګړه کې داسې ښکېل شوو
مهارولو یې پوره یوه پېړۍ واخیسته

مړه د مینې په نوم څه دي په دې وران کلي کې
مړه دنیا ده، دنیا ټوله تربګنۍ واخیسته

د یرغمل ضمیر په وړاندې ملامت  شکنه
دا څه په نه زړه دې ټپه د ازادۍ واخیسته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x