شعـــــرونه

وحشيانه چاپه/ هلال مهاجر

هلال مهاجر

راغله چاپه زه درنه ځم راپسې مه رادرومه
د خدای اسرې ته دې سپارم راپسې مه رادرومه

د کلي برسر کې غوغا ده راځي سوې کړیکې
بيایې په چا جوړ کړو تورتم راپسې مه رادرومه

جیټې تاویږي توره شپه ده د چورلکو شور ده
ډرون طيارې ګرځي په چم راپسې مه رادرومه

درز شو نارې ګوره د کلي منځ ته ورسیدې
رانیږدي کیږي دم په دم راپسې مه رادورمه

چې یې د کوم کور دروازه په راکټ وویشتله
که یې ګوزار کړو په چا بم راپسې مه رادرومه

بیا کومه ناوې شوله کونډه کوم بچی یتیم شو
اورم ژړا ویـر او ماتم راپسې مه رادرومه

راکړه ټوپک چانټه ګرنیټ او د جنګ واړه اسباب
که مې ویشتل که یې ویشتم راپسې مه رادرومه

مورکۍ په ژوند راته په ورین تندي بښنه وکړه
خدای خبر بیا چې روغ راځم راپسې مه رادرومه

وروره ته حال د فواد واخله چې غږ کړي او کنه
هلال یو څه ورته وایم راپسې مه رادرومه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x