شعـــــرونه

د افغان بڼ/ فدا محمد نومير

فدامحمد نومير

هزاره که پښتانه که تاجکان دي
پشه اي که بلوڅي که ازبکان دي

کندهاري که فراهي که هراتيان دي
نيمروزي که هلمندي که بادغسيان دي

غزنيچي که زابلي که روزګانيان دي
لوګري که ميداني که کنړيان دي

پرواني که پکتياني که بغلانيان دي
کابلي ، کټوازي که لغمانيان دي

جوزجاني ، ميمنګي که ننکرهاريان دي
بامياني که بدخشي که مزاريان دي

غورياني ، تالقاني که وردګيان دي
غرجستي ، تاشقرغاني که پنجشيريان دي

دا همه واړه افغان او افغانان دي
د يوه بڼ رنګارنګ ښکلي ګلان دي

څوک ګلاب دي څوک ياسمين څوک پتوني دي
څوک خاټول، څوک فلاکيس څوک چمبيلي دي

څوک لاله څوک يې رامبيل څوک سپېلني دي
څوک نرګس څوک شبنوري څوک يې ختمي دي

څوک شبۍ څوک نسترن څوک پنځري دي
څوک سنبل څوک ارغوان څوک زرغټي دي

څوک ريحان څوک شګوفه څوک زعفراني دي
څوک لونګ څوک بنفشه څوک رامبيلي دي

کوم بېلتون چې راولي ځوز و اغزي دي
بڼ افغان کې کله سته تريخ ګنديري دي

دې ګلانو باندې بڼ ښه ګلالی دی
هر يو ګل چې وي سمسور نو پسرلی دی

ورک خزان سه چې يي نوم مړينه مرګی دی
چې يو ګل د بڼ وي مړاوی څه سپرلی دی

دا ګلشن ښکلی په رنګارنک ګلو دی
نه ښايي پکې يو ګل د خوڅيدو دی

بخښي زيب يوه او بل ته په مستو دی
ځوز دي ورک سي ګل په وينو د پالو دی

ګل په بڼ کي ښکلی ښکاري د پالو دی
لاس چې ورسي هغه دم په رژېدو دی

سمسور بڼ د ابله لاسو د خولو دی
هر يو ګل د خوار ماليار د اميدو دی

دا ور پاتې د نيکونو او پلرو دی
يو ميراث د ميړنيو اولنو دی

شين پالل يې فرض په لوڼو او بچو دی
چا وې فرق چې د پاړسو او د پښتو دی

په اوږه کې يې لاس وړ د پرېکېدو دی
په تکل چې ددې بڼ د ورانيدو دی

ددې بڼ په رنګارنګ ښکلي مرغان دي
تورو غرونو کې پيدا ښکاري بازان دي

په زر ژبو چې اواز کړي بلبلان دي
شنه اسمان کې ددې بڼ هم عقابان دي

سينه څېرې په اغزيو بوراګان دي
چې يو ګل يې هم وي مړاوی په ګريان دي

له خزانه په غوغا شينکي طوطيان دي
د ګل مُل په يارانه کې اوازخوان دي

په بورا، طوطي بلبل ګلونه ګران  دي
چې د ګل قدر يې نه دی زده کارغان دي

چي شکوي ښکلي ګلان دا ګلفروشان دي
دا ګلفروش خلک همه بيګانه ګان دي

را الوتي د کوم لوري ټپوسان دي
دا چې بڼ د افغان لوټې کرګسان دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x