شعـــــرونه

نرګسي سترګي!/ عبدالقديم نظام

عبدالقديم نظام

دا ستا د هجر څړيکه مې د زړه له څانګې زانګي
رڼه اوښکه مې ځکه د باڼه له څانګې زانګي

را خم شي او آخير پر نرۍ ملا باندې را مات شي
دردونه چې درانه د ژوندانه له څانګې زانګي

دا څوک دلته شهيد شو ، دا هاوان له کومه راغلی؟
چناره چې دې بيا وينه توده له څانګې زانګي

د تورو څڼو ټال کې دې زنګيږي زړه او روح زما
دوه ښکلي ماشومان دي او جوړه له څانګې زانګي

په امن دي وي ستا نرګسي سترګي له خزانه
بورا دې زما زړه پرې همېشه له څانګې زانګي

مرګی غنيمت بوله تر بې ياره زندګۍ دې
نظامه چې دې ژوند د بېلتانه له څانګې زانګي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx