ټولنیزه برخه

ځوانه تاته وایم اثر؛ د ځوانانو غوره لارښود!

محمد نبي سلطاني

«ځوانه تاته وایم!» کتاب د ځوان لیکوال محمد ابدالي کتاب دی، چي په (۱۳۹۹ل.) کال د عرفان خپرندویه ټولنې له خوا خپور شوی، کتاب (۱۵۱) مخونه لري، ډالۍ يې د ګراني مور، نجیب الله ایوبي او د ګرانو ملګرو په نوم ده، د لیکوال له خوا یوه لنډه؛ خو له مفهومه ډکه سریزه پر لیکل سوې، کتاب تر یو نیم سلو ډېر سرلیکونه لري او ټول سرلیکونه يې سمون او بدلون راوستونکي دي.

ځوانه تاته وایم کتاب زما په فکر څو ځانګړتیاوي لري:
ځوانانو ته دا ورښيي؛ چې خپله خوښي د الله ( په رضاء او متابعت کي و لټوئ او د هر هغه کرکجن عمل څخه  نفرت او کرکه وکړئ، چې په اسلام کې منع شوي.

ځوانانو ته دا ورښيي؛ چې د انسانيت او سړيتوب خويونه خپل کړي، د خپلو سوکاليو  له پاره د نورو د بربادۍ سامان برابر نه کړي.

ځوانانو ته دا ورښيي؛ چي په تيارو کي د پوهي او معرفت ډېوې بلي کړي،  له خپلو او پردیو د سترګو څخه د ناپوهۍ پردې لري کړئ.

ځوانانو ته دا ورښيي؛ چي د خپل راتلونکي لپاره دي لاس تر زنې نه کښېني، له حوادثو سره دي ډغرې ووهي، له مرګه سره دي سترګي وجنګوي، د طوفان په وړاندي دي د ټکر  اراده او همت وکړي، تر څو ځان، ټولني او هيواد ته ابادي راوړي.

ځوانانو ته دا ورښيي؛ چي راتلونکو نسلونو ته په ميراث علم او پوهه، عرفان او معرفت، صداقت او رښتينولي، صبر او زغم، رحم او شفقت، تقوا او ايمانداري، مينه او محبت، سوله او ورورولي پرېږدي.

ځوانانو ته دا ورښيي؛ چي د خدای ( په ورکړه راضي و اوسي، عزت او ذلت د خدای ورکړه وګڼي.

ځوانانو ته دا ورښيي؛ چي د خپل ايمان او تقوا په مټ د غرب طلسم مات کړي، د هغوی ځلا او پرمختیا يې سترګي و نه برېښوي او نه هم زړه پرې وبايلي.

ځوانانو ته دا ورښيي؛ چي اجتماعي عدالت، د خلکو حقوق، د ټولني پوهاوی، د هيواد دفاع، د خپل وطن سره مينه، د جهل او ناپوهۍ له منځه وړل يې باید د ژوند لومړيتوبونه وي.

ځوانانو ته دا ورښيي؛ چي تر فرد ټولني ته ترجيح ورکړي، څه چي د ځان لپاره خوښوي هغه د ټولني  هم خوښ کړي.

ځوانانو ته دا ورښيي؛ چي په خپل خدای ورکړي استعداد سره د اصلاح او فلاح،  سمون او بدلون هڅه وکړي.

ځوانانو ته دا ورښيي؛ چي د خلکو له سترګو څخه د ناپوهۍ پردې لري کړي، په حلال او حرام، مفيد او مضر، ښه او بد د ټولني نا خبره او ناپوهان خبر کړي.

ځوانانو ته دا ورښيي؛ چي له خپلو زړو او سينو  حسد، کينه، بغض او عناد لري کړي، خپله ژبه او قلم، ذهن او فکر د حق په ويلو او د رشتيا پر بيانولو  مصروف کړي.

ځوانانو ته دا ورښيي؛ چي له درواغو، تهمت، بهتان، فسق، فساد او ناوړه کارونو کرکه وکړي، په مينه او محبت، د دوستۍ او خوشحالۍ، په رښتيا او صداقت، وفا او خلوص، اخلاص او سخا، ايثار او قربانۍ یو او بل ته د ورورۍ لاس ورکړي.

او….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x